محسن داوړ: په دوو ورځو کې به حکومتي کمېټۍ ته د مذاکراتو لپاره خپل استازي ور وټاکو

په پېښور کې د حکومت له خوا د ټاکل شوې کمېټۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ تر منځ جرګه شوې، خو په خبرو کې یې ډېر پرمختګ نه دی شوی او د غورځنګ مشرانو د تېر په څېر ویلي چې لا یې په دې اړه له ملګرو سره سلامشورې نه دي کړې.

تر جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ۱۰م مې په جرګې کې د حکومتي کمېټۍ مشرانو ورته ډاډ ورکړی وو، چې ملګري به یې نه ځورول کېږي خو وایي داسې ونه شول او د کراچۍ جلسې په مهال امنیتي ادارو د دوی ملګري ونیول او ویې ځورول.

محسن دواړ وویل له حکومتي کمېټۍ سره خبرو ته تیار دي خو وایي د خپل تحریک ملګري یې د پاکستان په ټولو ښارونو کې دي او دوی به له هغوی سره تر سلا مشورو وروسته د دې جوګه شي چې له حکومتي کمېټۍ سره رسمي خبرو ته کښېني:

"موږ به په دوو ورځو کې جرګې ته څو مشران ورکړو چې د پښتنو د ټولو سیمو استازي پکې وي، بیا چې د مرکزي حکومت له خوا هغه جرګه اعلان شي، له هغه وروسته به هغه جرګه مذاکرات پر مخ بیایي او موږ به خپلې غوښتنې ورته وړاندې کړو".

د پښتونخوا د ګورنر له دفتره تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې د حکومت په استازیتوب د قبایلي مشرانو کمېټۍ به د شاه جي ګل اپریدي په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره جرګه کوي، خو د هغه په شمول د پارلمان اکثره کسان په نننۍ جرګه کې نه وو.

د حکومتي کمېټۍ په کسانو کې د شمالي وزیرستان ملک خان مرجان، د خیبرایجنسۍ ملک وارث خان، د کورمې ایجنسۍ ملک سلیم او ځینې نور کسان ورغلي وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو څخه محسن داوړ، علي وزیر، ډاکټر سید عالم مسود او ځینو نورو غړو په جرګه کې ګډون کړی وو.

په کراچۍ کې د پي ټي ایم د ۱۳م مې جلسه.

په جرګه کې شریک د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل غړي نیازبین ملنګ وي.او.اې ډیوه ویبپاڼې ته وویل، د حکومتي کمېټۍ استازو ورته وویل چې جرګه به د پښتونخوا د ګورنر تر واک لاندې مذاکرات کوي، خو وایي دوی ورڅخه انکار وکړ.

"موږ ورته وویل چې د وزیراعظم له دفتره دي رسمي اعلان (نوټیفیکېشن) وشي او تاسې ته به پکې واک اختیار وي چې بیا تاسو فیصله هم کولای شئ، دا د ټولو پښتنو مسئله ده یواځې د فاټا مسئله نه ده چې ګورنر ته به یې واک ورکول کېږي".

د ځینو رپوټوڼو په اساس د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په جرګه کې د حکومتي کمېټۍ کسانو ته دا هم ویلي، چې د پاکستان پوځ او حکومت دا مني چې د دوی غوښتنې د دې هېواد د آیین او قانون په چوکاټ کې دننه دي، نو بیا جرګې ته څه اړتیا ده او د دوی غوښتنې دي له عدالتي لارې ومني.

د حکومتي کمېټۍ کسانو په جرګه کې د امنیتي ادارو له خوا په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د نیولو او ځورولو غندنه کړې او یو ځل یې بیا ډاډ ورکړی چې د دوی کسان به نه ځورول کېږي، خو دا غوښتنه یې هم کړې چې د مذاکراتو د کامیابۍ په خاطر دي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو له خوا د ریاستي ادارو په خلاف خبرې نه کېږي.