د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعاله غړی محسن داوړ وايي د حکومت سره خبرو دپاره يې ۳۰ کسيزه جرګه اعلان کړې چې پکې د پي ټي اېم د مشرانو ترڅنګ د پښتنو د بېلابيلو برخو استازي شامل دي، او دغه نومونه يې پرون هغې جرګې ته ورليږلي کومه به یې چې حکومت ته وړاندې کوي.
داوړ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل په دغه جرګه کې د پي ټي اېم علي وزير، مسحن داړو، ګل مرجان او نورو غړو ترڅنګ افراسياب خټک، بشری ګوهر، لطيف افريدی، عثمان کاکړ، رضا محمد رضا، نواب ايازجوګېزی، فانوس ګوجر، فضل اېډوکېټ او نور شامل دي.
خو په دغو نومونو کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين نوم نشته.
شاه جي ګل افريدی ډيوه سره په خبرو کې وويل، ځینې داسې خبرونه ورته ترلاسه شوي چې پي ټي اېم نومونه اعلان کړي خو دغه نومونه لا دوي ته نه دي رسېدلي.
د شاه جي ګل او هغه سره د پاټا د پارليماني او قامي مشرانو او خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د استازو څو ځله د پي ټي اېم د مشرانو سره خبرې شوي او د حکومت سره د خبرو دپاره ورته پي ټي اېم د نومونو ورکولو ويلي ؤ.
محسن داړو وويل څنګه چې دوي پرېکړه کړې وه دغه نومونه يې ورکړي او اوس به حکومت خپله جرګه جوړوي چې د دوي سره خبرې وکړي.
هغه زياته کړه کېدی شي د روژې نه وروستو د خبرو اترو دا لړۍ پېل شي.
داوړ د پي ټي اېم د غوښتنو په اړوه وويل چې دوي هغه خپلې زړې غوښتنې لري خو اوس دوي غواړي چې د رښتیاؤ او پخلاينې کمېشن (ټرت اېنډ ریکونسليشن) کمېشن جوړ شي او هغه پلټنې وکړي چې د پښتنو په خاوره کوم ظلم او زياتی شوی دی دا بايد مالومه شي چې دا چا کړی او چا پکې لاس درلود.
هغه وويل دوي غواړي چې دغه نومونه ښکاره شي او چې څوک پکې ککړ وي هغو ته سزا ورکړی شي.
هغه وويل چې دا کار ترسره شي نو د دوي نورې ټولې غوښتنې به په خپله په دې کې شامل شي.
شاه جي ګل افريدي وويل چې څنګه دوي ته نومونه ترلاسه شي دوي به يې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ته ورکړي او صوبايي حکومت به يې مرکز ته ورکړي او مرکزي حکومت به بيا يوه کميټي وټاکي او هغه به د پي ټي اېم د مشرانو سره خبرې کوي.
په داسې حال کې چې د موجوده حکومت په ختمېدو کې يواځې څو ورځې پاتې دي، شاه جي ګل وايي حکومت به د ادارو سره په ګډه يوه کميټي جوړه کړي او خبرې به بيا هغه کوي.
هغه دا هم حکومتي کميټي او پي ټي اېم به بيا نېغ په نېغه خبرې کوي او هغه خوشبينه دی چې دغه خبرې به مثبتې وي ځکه چې د پي ټي اېم غوښنې د ايين او قانون په چوکاټ کې دي.