جاوید اپریدی: دا لویه کامیابي ده چې له قبایلو نه منظور اپریدی د پښتونخوا وزیراعلی جوړېږي

جاوید اپریدی او منظور اپریدی..

د راتلونکو عامو انتخاباتو د څارنې لپاره د خیبرپښتونخوا لنډمهالی وزیراعلی منظور اپریدی ټاکل شوی چې نن د اتوار- یکشنبې په ورځ به یې رسمي اعلان وشي.

دا پرېکړه د پښتونخوا د وزیراعلی پروېز خټک او د اپوزیشن ګوند په استازیتوب د مولانا فضل الرحمن تر منځ په لیدنه کې شوې ده. منظور اپریدی د خیبرایجنسۍ اوسېدونکی کاروباري شخصیت دی خو د جمعیت علما اسلام ګوند له پلویانو څخه ګڼل کېږي.

منظور اپریدي پرون د خالي- شنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند له مشر او وزیراعلی پروېز خټک سره هم لیدلي چې هغوی ورباندې سلا شوي او ټاکل شوې چې منظور اپریدی د جون په لومړیو ورځو کې د لنډمهالي وزیراعلی په توګه سوګند پورته کړي.

منظور اپریدی د پېښور زلمي لوبډلې د مشر جاوید اپریدي د تره زوی دی. د وي.او.اې ډیوه د (واشنګټن ټو خیبر) خپرونې کوربه رحمٰن بونېري له جاوید اپریدي سره د منظور اپریدي په اړه مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له جاوید اپریدي سره مرکه: