په واڼا کې په پينځمه ورځ ګرځبندېز، ميرعلي کې احتجاج کوونکي نيول شوي

د شمالي وزيرستان احتجاج

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼا کې د يکشنبې، اتوار په ورځ لګېدلی ګرځبنديز (کرفيو) تراوسه په ځای دی خلک وايي ګرځبنديز د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

بل لور ته د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پينځه ؤ ورځو راهسې د شپې په مهال احتجاج کوونکي وايي امنيتي ځواکونو پرې تېره نيمه تشدد کړی او پينځه تنه يې ترې نيولي دي.

په واڼا کې د ګرځبنديز په اړه د سيمې نه يو تن فرهاد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي، د پينځه ؤ ورځو راهسې دومره سخت ګرځبنديز دی چې څوک د سړک د يوې غاړې نه بلې ته هم نه شي اوړېدی.

هغه وويل خلک روژه په خله د سختومشکلاتو سره مخ دي او پرون په ګرځبنديز کې د مازيګر په مهال د دوه ساعتونو نرمي هم نه ده شوې.

خو انتظاميه وايي د دوه ساعتونو پورې خلکو ته وخت ورکول کیږي.

يو بل تن چې ځان يې انور معرفي کړی وايي، په سيمه کې سبزيانې او مېوې پخي دي او ادعا کوي چې د ګرځبنديز له امله د سبزيانو او مېوؤ مارکيټ ته نه رسېدو له امله د يوې ورځې په سر د ۴۰ لاکو روپو تاوان رامنځته کیږي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميه وايي د انتظاميې، ځايي مشرانو او پوځي چارواکو ترمنځ نن په پينځمه ورځ هم جرګه روانه ده خو تراوسه پورې پکې لا کوم پرمختګ نه دی شوی.

په واڼا کې کرفیو وروسته له هغې لګول شوې چې د امن کمیټۍ په نوم حکومت پلوه طالبانو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر علي وزیر په پلویانو په سیمه کې برید وکړو.

د پي ټي‌ ایم مشران دعوه کوي چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي اؤ ۳۵ ژوبل شوي دي‌.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشین تور لګولی چې په عام اولس ډزې امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو په ګډه کړي دي ، خو د پاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي چې ډزې امن کمیټې او د پي ټي‌ اېم غړو په خپلو کې کړي دي.

بل لور ته د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پينځه ؤ شپو راهسې احتجاج کوونکو ويلي تېره شپه پرې امنيتې ځواکونه ورغلي تشدد يې پرې کړی، پينځه کسان يې ترې نیولي او سپيکرې يې ورله ماتې کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د شمالي وزيرستان د ځوانانو د سازمان (يوت اف وزيرستان) فعاله غړي عادل داوړ ډیوه سره په خبرو کې ويلي، د پيشمني نه وړاندې امنیتي سرتیري راغلل احتجاج کوونکي يې په لختو ووهل ګوزارونه يې پرې وکړل او څو کسان يې ونيول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ محسن دواړو هم ډیوه سره په خبرو کې ويلي هغه ماښام روژه ماتې له د احتجاج ځای ته ورغلی او بيا وروستو د شپې ناوخته چې هغه له دغې ځایه تلی د احتجاج کوونکو د نیولو خبر ورته ترلاسه شوی دی.

نتظاميې هم پخلی کړی چې پينځه کسان چې پکې د سازمان مشر نوراسلام شامل دی نيول شوي دي.

انتظاميې سرچينو ويلي په عېسو خېل پل باندې احتجاج کوونکو په امنیتي سرتېرو د ګټو ګوزارونه کړي او پرضد يې سپکې نعرې وهلې د هغې وروستو بيا امنيتي ځواکونو د احتجاج کوونکو پرضد عمليات کړي او نيول شوي کسان يې ځايي انتظاميې ته ورکړي دي.

په میرعلي کې احتجاجي ناسته وروستو له هغې پېل شوې چې پوليټيکل محرر حميدالله وزير په يو وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ.

د شمالي وزيرستان انتظاميې دا هم ويلي چې د دوي کارمندانو د کاره کارځبنديز کړی او وايي چې دوی ته دې امنيت ورکړی شي.