په اډیاله زندان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۷ بندیانو په یاد احتجاجي اختر

د بلوچستان په لورالای (بوري)، ږوب او د پښتونخوا په درازنده سیمو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ په اډیاله زندان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۷ بندیانو په یاد د احتجاج په توګه لمانځل شوې ده.

د لورالای سلګونو خلکو د خالي- شنبې په ورځ پر دغو بندیانو د ترهګرۍ د مقدمې درجولو په ضد انساني زنځیر جوړ کړی وو، چې د اختر له لمانځه وروسته له مرکزي عیدګاه پیل شوی او د ښار پر یوه چوک په احتجاجي غونډه بدل شوی دی.

احتجاجي غونډې ته په وینا کې د دې لاریون یوه منتظم وکیل صادق خان علیزي د پاکستان پر عدالت نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ۴۴۴ کسانو قاتل راو انوار ته خپل کور جېل ګرځول شوی او اسانتیاوې ورکړل شوې دي، خو پر هغو ځوانانو د ترهګرۍ او غدارۍ مقدمې جوړېږي چې پرامنه احتجاجونه کوي:

"موږ را غونډ شوي یو او اختر په ویر لمانځو، ځکه چې په اسلام اباد کې پښتنو ځوانانو احتجاج کاوه، چې د پاکستان آیین حق ورکړی خو ریاست په بدمعاشۍ دغه زده کوونکي د اډیاله جېل هغه سیل [بندیخانې] ته اچولي چې هلته ډېر لوی مجرمان ساتل کېږي".

په لورالای کې د اختر په لومړۍ ورځ د پي ټي ایم د بندیانو په یاد احتجاج.

په انساني ځنځیر کې شریکو کسانو تر لاسونو تورې پټۍ تړلې وې او په خپلو لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې وې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړیو د خوشي کېدو غوښتنې ورباندې لیکلې وې.

بل لور ته په ږوب سیمه کې هم د اډیاله زندان د بندیانو په یاد د اختر په لومړۍ ورځ احتجاجي کېمپ پیل شوی. کېمپ ته د هغو بندي ځوانانو د کورنیو غړي هم ورغلي چې د جون په ۵مه یې په اسلام اباد کې د علي وزیر پر کور د برید په ضد احتجاج کاوه خو پولیسو ونیول او اختر یې په زندان کې شو.

د ښار په ظریف شهید پارک کې جوړ احتجاجي کېمپ ته په وینا کې د قومي وطن ګوند سیمه ییز مشر عبیدالله مندوخېل وویل، که د پاکستان ریاست د خپلو جایزو حقونو لپاره له پښتنو د احتجاج حق هم واخلي، نو بیا به پښتنو مجبوره وي چې بله لاره خپله کړي:

"خلک اخترونه کوي، خوشالۍ کوي خو موږ نن ټول قام دلته ناست یو احتجاج کوو. پښتنو د الله نذر غوندې [د خپلواکۍ غوښتنې] مبارزه نه ده کړې، د بي ایل اې او بي ایل ایف غوندې [وسلواله] مبارزه یې نه ده کړې، پښتانه دې ته مه مجبوروئ چې غرو ته وخېژي".

په ږوب کې د پي ټي ایم د بندیانو په یاد د اختر په لومړۍ پیل شوی احتجاجي کېمپ.

په احتجاجي کېمپ کې ناستو کسانو په شعارونو کې غوښتنه کوله چې په اډیاله زندان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۳۷ بندیان دې ژر تر ژره خوشي کړل شي او د دوی په ضد جوړې شوې مقدمې دې ختمې شي. د کېمپ منتظمینو وویل چې د اختر په دویمه او درېیمه به هم احتجاجي ناسته کوي.

د دې تر څنګ ډېره اسماعیل خان ته نیژدې د پښتونخوا په درازنده سیمه کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د اډیاله زندان د ۳۷ بندیانو له کورنیو سره د غمرازۍ لپاره احتجاجي کېمپ جوړ کړی وو، چې د سیمې ځوانانو پکې ګډون کړی وو.

په درازنده کې د پي ټي ایم د بندیانو په یاد احتجاجي کېمپ.

پر ټولنیزو رسنیو په خپاره شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې په دې کېمپ کې هم ځوانانو په لاسونو کې شعارپاڼې نیولې دي او د پینډۍ له اډیاله زندانه د پښتنو زده کوونکو غوښتنې ورباندې لیکل شوې دي.

د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت قاضي د جون په ۱۴مه د دغو ۳۷ بندیانو د مقدمې اورېدنې ته نه وو ورغلی، چې له کبله یې د دوی ضمانت ونه شو او د دوی کوچنی اختر په زندان کې شو. ټاکل شوې چې د جون په ۲۰مه به یې بیا د مقدمې اورېدنه کېږي.