یو این ایچ سي آر: په نړۍ کې د کډوالو بحران په زیاتېدو دی

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د نړیوالې ادارې یو این ایچ سي آر د یو نوي رپورټ تر مخه د ٢٠١٧م کال تر اخره پورې په گرده نړۍ کې تر ٦٨ میلینو زیات خلک د کډوالۍ ژوند کوي او دا شمېره د تايلېنډ د ټولې ابادۍ نه سېوا ده.

رپورټ وایي کومو کډوالو چې د جنگونو او تشدد له امله خپل هېوادونه پرېښي دي د هغو شمېره بیا ٢٥ عشاریه څلور میلینه ده او دا شمېره د ٢٠١٦م کال په مقابله کې ٢ عشاریه ٩ ملینه زیاته ده او په دې لړ کې تر ټولو زیات اغېزمن شاته پاتې هېوادونه دي.

د یو این ایچ سي ار ویاند کرسټوفر بویان ویلي دا یو ډېر خراب صورتحال دې:

"په هرو دوو سیکنډو کې یو تن کډوال کیږي او دا خلک په خپله خوښه خپل کورونه نه پریږدي خو د خپل ژوند بچ کولو لپاره له دوی سره د دې نه علاوه بله کومه لاره پاتې نه وي".

د یو این ایچ سي آر رپورټ نور وایي، په ٢٠١٧م کال کې د کډوالو په شمېر کې د زیاتوالي وجه په ډیموکریټک ریپبلک کانگو کې بحران، په سویلي سوډان کې جگړه او له میانمار نه د زرگونو په شمېر کې د روهنگیا مسلمانانو بنگله دېش ته کډې کول وو.

بویان وايي په دومره لویه کچه د خلکو خپلو کورونو پرېښودو وجه جنگونه، او تشدد دی:

"مونږ د گردې نړۍ په هغو سیمو کې هم شخړې ولیدې چرته چې مخکې حالات ښه وو او له وجې یې په ډېر لوی شمېر کې خلک بې کوره کیږي".

بویان وايي څوک هم پخپله خوښه د ځان لپاره د کډوالۍ ژوند نه خوښوي:

"کډوال هم زمونږ په شان انسانان وي چې په ډېرو بدترینو حالاتو کې گېر وي".

د یو این اېچ سي آر د رپوټ تر مخه تېر کال د بې کوره شویو خلکو نیژدې په دریو کې دوې برخې خلک پخپل هېوادونو کې دننه بې کوره شوي وو او دا یواځې له پینځو هېوادونو سره تعلق لري چې پکې شام، افغانستان، سویلي سوډان، میانمار او صومالیه شامل دي.

د یو ایس کمیټي فار ریفیوجیز نومي ادارې مشر سکندر نگاش ویلي، حکومتونه زیاتره د کډوالو مسلې ته د قامي امنیت مسلې په توگه گوري، نه چې د بشري بحران په توگه.

"دوی ورته د یو بل انسان په سترگه نه گوري او یواځې ورته په ټولنه د بوج په نظر گوري. په حقیقت کې حکومتونه د کډوالو نه ویره کوي او کله چې تاسو د چا نه وېرېږئ نو هرکلی ورته نه وایي".

خو کرسټوفر بویان وايي دا داسې ستونزه نه ده چې د هېواد په اساس حل شي:

"دا یوه نړیواله مسله ده، بشري مسله ده او مونږ د ټولو هېوادونو ملاتړ کوو چې په گډه کار وکړي او دې شریکې مسلې لپاره په گډه حل را باسو".

د یو این ایچ سي آر رپوټ وايي، د هغو هېوادونو په مقابله کې چې زیات کډوال ترې راځي، د هغو هېوادونو شمېره کمه ده چې دې کډوالو ته پناه ورکوي.

تورکي د مجموعي شمېر په حساب تر ټولو زیاتو کډوالو ته پناه ورکړې، چرته چې ٣ عشاریه ٥ میلینه کډوال ژوند کوي او لوی شمېر یې د شامي کډوالو دی.

سپېن د کډوالو د مسلې د اجتماعي حل په لړ کې یو ښه مثال جوړ کړی دی. کرسټوفر بویان په دې اړه وایي:

"سپېن تېره اونۍ د کډوالو یوې کشتۍ ته له پناه ورکولو سره د انسانیت، رحم او د ښه کار یو ډېر ښه مثال جوړ کړ".

که څه هم د کډوالو مسله یو نړیوال بحران دی خو بویان وايي د دې حل ممکن دی. دا بحران د نړۍ د زړورتیا او مشرتابه کوششونو ته اړتیا لري.