سلطان کاکا به هر وخت د حجرې د مېنځ په کټ کې غبرګو بالښتونو ته ډډه وهلې وه چې کوم مېلمه به حجرې ته ورتلو نو لومړی هرکلی به ورته سلطان کاکا کوو.
مېلمه که به خان وو او که فقير، سلطان کاکا به د هرچا ډېراحترام کوو او هر مېلمه ته به يي د هغه د شان نه زيات عزت ورکوو.
يوه ورځ حجرې ته د پوري کلي د بدروجا بدمعاش وريرونه ورغلل، سلطان کاکا ورته خپلې چشمې د پوزې ټټو ته جګې کړې او په ډېر غور يي ورته اوکتل خو لکه چې پېژندګلو يي او نه کړه،
حجره کې د ناستو کسانو نه يي تپوس اوکړو هلکه دا مېلمانه څوک دي زما خو پرې نظر کار او نه کړو،
تورګل کاکا ورته وېل سلطانه دا د پورې کلي د بدروجا وريرونه دي،
سلطان کاکا د بدروجا په صفتونو سر شو،
" مېلمنو ما خو نه وۍ پېژندلي ښه شوه چې تورګل راته را اوپېژندلئ، یقين اوکړه ستاسو مشرانو ډېر ښه وخت تېر کړی، هغه د چا خبره چې د ښو غوښو ښوروا هم ښه وي"
چې مېلمانه لاړل نو تورګل کاکا سلطان کاکا ته په غصه شو،
"عجيبه سړی يې، ته بدروجا بدمعاش نه پېژنې چې ټول خلک ترې په اوور کې ولاړ وو او که پوليسو نه وی وژلې نو تر اوسه به يي څومره کورونه وران کړی وی، ته لا اوس هم د هغه د کورنۍ صفتونه کوې؟"
سلطان کاکا ډېر په سړه سينه د جيب نه د نسوارو ډبې را اويسته، او يوه درنه چوڼدۍ يي د شونډې لاندې کړه، او ښه په تسلۍ يي د نسوارو ډبي په آېينه کې خپل ګېره برېت سم کړل، او تورګل کاکا ته يي مخ راواړو،
" تور ګل خانه چې چاله ګوړه نه شې ورکولې د ګوړې په شان خوږې خبرې خو کولی شې کنه"