چینایي چارواکي وایي په بلوچستان کې یې د سیپېک منصوبه له خنډ او ځنډ سره مخ ده

د بلوچستان اکثرو ملتپالو او نورو ګوندونه په وار وار شکایت کړی چې وایي په صوبه کې د چین پاکستان اقتصادي لارې د منصوبې لپاره نه مځکه ځانګړې شوې او نه ورباندې کار پیل شوی دی.

چینایي چارواکو او سرمایه لګوونکو کمپنیو په بلوچستان کې د چین پاکستان اقتصادي لارې د بېلابېلو منصوبو د پرمختیایي چارو په مخ کې د حکومت له خوا د خنډونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا اندېښنه د شورو- چارشنبې په ورځ د چین سفیر او د چینایي کمپنیو مشرانو د بلوچستان لنډمهالي اعلی وزیر علاء الدین مري ته په یوه غونډه کې څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې حکومت هلته د چین روانې پرمختیایي منصوبې ځنډولې دي.

خو لنډمهالي وزیراعلی په غونډه کې ویلي، حکومت یې د چین پاکستان اقتصادي لارې سترې پرمختیایي منصوبې ته لومړیتوب ورکوي، چې وایي ژر تر ژره بشپړه شي او د صوبې خلک ورڅخه اقتصادي ګټه واخلي.

دا لومړی ځل دی چې چینایي چارواکي په بلوچستان کې د خپلو پرمختیایي منصوبو په مخ کې د حکومتي خنډونو ذکر کوي، خو تر دې وړاندې د بلوچستان اکثرو ملتپالو او نورو ګوندونه په وار وار شکایت کړی چې وایي په صوبه کې د چین پاکستان اقتصادي لارې د منصوبې لپاره نه مځکه ځانګړې شوې او نه ورباندې کار پیل شوی دی.

د (بلوچستان اقتصادي فورم) تر سرلیک لاندې په جوړه شوې دې غونډه کې د بلوچستان د وزیراعلی علاء الدین مري په شمول د کراچۍ لپاره د چین جنرل کونسل وانګ ژو، د چین سترو پانګوالو او د چین د لویو کمپنیو مشرانو او د بلوچستان د سرمایه کارۍ د څانګې مشر روهېل بلوڅ ګډون کړی وو.

چینایي سرمایه کارانو په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان له بېلابېلو حکومتي او ریاستي ادارو څخه د خپلو پرمختیایي منصوبو لپاره اجازتنامه اخیستل ستونځمن کار دی. دوی ویلي چې د چین پاکستان اقتصادي لارې د پروژې لپاره مځکه ځانګړې کول غواړي خو وایي دوی تر اوسه په انتظار دي.

د صوبې وزیراعلی علاء الدین مري دا منلې او ویلي یې دي، د چین حکومت او کمپنۍ د اربونو ډالرو پر منصوبه مختلف شکایتونه لري او وایي چې د حکومت د بېلابېلو څانګو له خوا یې په بلوچستان کې د روانو پرمختیایي منصوبو کار ډېر سست روان دی، چې وایي اوس به د بلوچستان او چین حکومت په ګډه دغه ستونځې هوارې کړي.

په ۲۰۱۵م کال کې پاکستان ته د چین د ولسمشر شي جینپینګ سفر.

د غونډې برخوالو ته د بلوچستان د پولیسو مشر په صوبه کې د چین سرمایه کارانو ته د امنیتي حالت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې هلته سرمایه کارانو ته د تحفظ ورکولو لپاره یې یو لړ ګامونه اخیستي دي.

علاء الدین مري ویلي ډېر ژر به په بلوچستان کې د بجلۍ د بحران ختمولو لپاره په ګوادر کې د چین په مرسته له کولې څخه د ۳۰۰ میګاواټ بجلۍ جوړولو پر پلانټ باندې کار پیل کړي. د چین سفیر او د پانګوالو کمپنیو مشرانو د دې پروژې د بنیادي جوړښت په اړه معلومات ورکړل.

وزیراعلی چینایي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د پرمختیایي پروژه بشپړه ژغورنه به یې کوي او په بلوچستان کې د کارکوونکو چینایي انجینېرانو امنیت ته به سنجیده پاملرنه کوي. ښاغلي مري ویلي د بلوچستان بې روزګاره ځوانانو ته به هم د چینایي ژبې د ور ښوولو کورسونه جوړوي، چې وایي بیا به دوی د چین پاکستان په اقتصادي منصوبو کې کار کوي.