رپوټ: هندوستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی

د تهامس رویټر فاونډېشن له خوا د شوې یوې نوې څېړنې نتیجې ښیي چې د هندوستان له سرښار نوي ډیلي نه واخله د هېواد په گڼ شمېر وړو ښارونو او کلیو کې په میلیونونو مېرمنې کېدی شي په خطر کې ژوند کوي او هندوستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی.

خو د هندوستان حکومت ټینگار کوي چې په گرده نړۍ کې د ٥۴٨ ماهرانو له خوا شوې دې سروې نتیجې غلطې دي. د ښځو لپاره د هندوستان د قامي کمېشن مشره ریکها شرما په دې اړه وایي:

"دا سروې په غلطه طریقه شوې ده. د هندوستان لپاره دوی یواځې له ١٠١ ښځو سره خبرې کړي دي او په دوی کې یواځې ٥٠ په هندوستان کې دننه وې، نورې ټولې په بهر هېوادونو کې مېشته وې".

دغه سروې په شپږو برخو کې شوې وه او په درو برخو کې یې هندوستان ډېر بد یاد شوی دی، چې پکې جنسي تشدد، انساني قاچاق، کلتوري او مذهبي تعصبات شامل دي.

په هند کې ښځې پر یوې اته کلنې نجلۍ د جنسي تېري په ضد احتجاج کوي.

په هند کې د ښځو د پرمختگ لپاره د کارکوونکې ادارې سنټر فار ویمنز ډیویلپمنټ سټډیز مشره اندو اگني هوتري وايي:

"په گرده سوېلي اسیا کې نارینه ماشومانو ته ډېره ترجیح ورکول کیږي او له دې وجې د وژنو او تشدد تر څنگ ډېر غلط کارونه تر سره کیږي".

د بشري پرمختگ لپاره د انسټېټیوټ فار هیومن ډېویلپمنټ ادارې ستر غړی منوج باندان بیا په دې اړه وايي:

"د ښځو له خوا له دوی سره د شویو زیاتیو په اړه پولیسو ته په رپورټ کېدونکو کېسونو کې زیاتوالی راغلی او د دې وجه دا ده چې ښځې اوس په قانون پوه شوې دي، پخپلو حقونو خبرې شوې دي او اوس خپل غږ پورته کوي".

د ښځو لپاره د قامي کمېشن مشره ریکها شرما وايي:

"داسې گڼ شمېر هېوادونه دي، چې ښځې پکې د اظهار ازادي نه لري او مېډیا یې هم ازاده نه ده. په گڼو هېوادونو کې داسې قوانین پر ځای دي چې ښځې ځوروي، لکه د مثال په توگه شرعي قانون".

د هند د دِلت طبقې ښځې پر څلور دِلت مېرمنو د اجتماعي جنسي تېري په ضد احتجاج کوي.

په وروستیو کې تر سره شویو پېښو لکه د هندوستان تر ولکه لاندې کشمیر کې پر یوې وړې ماشومې باندې اجتماعي جنسي تېري په نړۍ کې د هندوستان نوم ډېر بدنام کړی دی خو د هندوستان ځینې ټولنیز کارپوهان وايي، چې د جنسي تشدد او ځورونې پېښې یواځې تر هندوستان پورې محدودې نه دي.

په هند کې د ښځو د پرمختگ لپاره د کارکوونکې ادارې سنټر فار ویمنز ډیویلپمنټ سټډیز مشره اندو اگني هوتري په دې اړه نور وايي:

"دا وخت خو د پرمختللو هېوادونو په میډیا کې د جنسي ځورونو زیات خبرونه مخې ته راغلي دي او په سوشل میډیا د مي-ټو کمپاین د دې لوی مثال دی چې جنسي ځورونې هر ځای کیږي".

د تهامس رویټر فاونډېشن دا خبره مني چې د سروې نتیجې یواځې د مدني ټولنو د پوهانو په اندازو پورې اړه لري، نه چې د خلکو نه په تر لاسه شویو شمېرو پورې، خو نور بیا وايي چې د سروې پر نتیجو د غصې ښودلو پر ځای دې هندوستان باید دې ته توجه وکړي چې کله د ښځو د ژغورنې خبره وي نو ولې یې نوم دومره بدنام دی.