د اسرايل او غزه د وسله والو ترمنځ اوربند شوی

د فلسطين چارواکو ويلي د اسرايل او غزه د وسله والو ترمنځ د خالي په ورځ وروستو له هغې اوربند شوی چې اسرايل په غزه کې په حماس هوايي بريدونه کړي دي، حماس د اسرايل په پوله د ۱۰۰ نه زياتې راکټې ويشتې وې.

د فلسطين د روغتيا چارواکو ويلي د اسرايل په هوايي بريدونو کې دوه تنه چې عمرونه يې د ۱۸ کالو نه کم وو وژلي شوي وو.

ويل شوي دا د کال ۲۰۱۴م وروستو په غزه د اسرايل غټ هوايي بريدونه وو.

د رويټرز ترمخه د حماس ویاند فاوځي برهوم ويلي د اسرايل د بمبارۍ وروستو د بېلابیلو لارو هڅې روانې وې چې جګړه ودرول شي او د مصر په هڅو جګړه ودرول شوې ده.

خو د اسرايل د دفاع يو چارواکي ویلي ځمکنی حقيقت ته په کتو به دوي غبرګون ښکاره کوي.

د فلسطين دوه اتلس کلن تنه د خالي په ورځ وروستو له هغې وژل شوي چې د جمعې په ورځ د اسرايل پوځ د ۴۰ څخه زيات بريدونه کړي وو.

د اسرایل پوځ ویلي حماس د غزې نه په جنوبي اسرايل کې نزدې ۱۰۰ راکټې ويشتې دي.