"که د پولیو په ضد هڅې دوام ونه کړي دا وایرس د وبا بڼه خپلولای شي"

د پولیو وایرس د نړۍ له زیاتره برخې نه ختم شوی دی خو د نړۍ په ځینو هغه برخو کې لا اوس هم موجود دی، چې په اسانه رسايي ورته نه شي کېدای.

په افغانستان، پاکستان او نایجېریا کې طبي ډلې هڅې کوي چې په داسې لرې پرتو او په اسانه رسایي نه لرونکو سیمو کې مېشتو ماشومانو ته هم له پولیو نه د بچ کېدو لپاره وېکسین ورکړي، خو په افغانستان کې په لویه کچه ناارامۍ او په شمالي نایجېریا کې د شخړو له کبله په زرگونو ماشومانو ته د پولیو وېکسین په سمه توګه نه ورکول کېږي.

ماشومان د پولیو له ناروغۍ نه د بچ کولو لپاره طبي ډلې باید په جنګ ځپلو سیمو کې د پولو دواړو خواوو ته د پرتو خلکو او د کډوالو په اړه په خپلو کې رابطې ساتي. د سره صلیب او هلال احمر نومي تنظیمونو مشر ډاکټر اینډریو ایټسانو وايي:

"خلک د شخړو، اقتصادي او سیاسي حالاتو لا امله نن صبا ډېرې کډې کوي. په دوی کې هغه خلک هم وي چې د ناروغیو وایرس یې په وجود کې وي او د دوی معلومول او دوی ته وېکسین ورکول ډېر گران شي".

خو په داسې حال چې د پولیو له منځه وړلو هڅې په هغو سیمو کې روانې دي چرته چې د پولیو وایرس لا اوس هم موجود دی، نوي مشکلات پیدا کېدای شي. د نړیوال پرمختگ لپاره د یوې امریکایي ایجنسۍ غړې ایرین کویک وايي:

"که له پولیو نه د بچ کېدو لپاره هڅو دوام و نه لرلو نو دا وایرس خپل شکل بدلولای شي او د وبا بڼه اخیستلای شي".

د وبا په بڼه د دې وایرس د بدلېدو د مخیوي لپاره ضروري ده چې روغو ابادیو ته دا وېکسین ورکړل شي.

په ٢٠١٧م کال کې د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او په نړۍ کې د پولیو یواځې ٢٢ کېسونه رپورټ کړي وو.

ماهران وايي چې له نړیوالو مرستو بغیر به د پولیو وایرس د مخنوي کار ډېر گران شي، نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې دې ته په مسلسل توګه توجه ورکړل شي. په دې اړه ډاکټر اېنډریو وایي:

"له دې پروگرام سره مالي مرسته کوونکي هم اوس ستړي شوي دي او د دې لپاره په فنډونو کې کمی را روان دی او د وایرس مخنیوی لا نه دی شوی. که له وایرس مخنیوي وړاندې مالي مرستې بېخي بندې شوې نو مونږ به له یوې غټې ستونځې سره مخ شو. دا وایرس به بیا وده و مومي".

داسې تمه څرګندېږي چې که هڅې په مستقله توګه دوام ولري نو د پولیو وایرس له پورته ذکر شویو هېوادونو د همیش لپاره ختمېدای شي.