د انتخاباتو کمېشن عمران خان او فضل الرحمن د ناوړه الفاظو په کارولو تورن کړي

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د دې هېواد د دوو لویو سیاسي ګوندونو له مشرانو سپیناوی غوښتی، چې وایي د خپلو انتخابي غونډو په مهال یې د نورو سیاستوالو په ضد داسې الفاظ کارولي، چې د انتخاباتو له ضابطه اخلاقو سرغړونه پکې شوې ده.

د انتخاباتو کمېشن پرون د شورو- چارشنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته خبرتیا ور لېږلې وه او ورڅخه غوښتي یې وو چې د زیارت- پنجشبنې په ورځ دې د کمېشن څلورکسیزې ډلې ته یا پخپله وړاندې شي یا دې خپل وکیل ور ولېږي او په خپلو غونډو کې د کارول شوو ناوړه الفاظو سپیناوی دې وکړي.

بل لور ته د ټاکنو کمېشن نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د هېواد د مشهور مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته هم ورته خبرتیا ور لېږلې او ورڅخه غوښتي یې دي چې د جولای په ۲۱مه نېټه دې کمېشن ته پخپله وړاندې شي یا دې خپل وکیل ور ولېږي او د نورو سیاستوالو په ضد د خپلو ناوړه الفاظو سپیناوی دې وکړي. د انتخاباتو د کمېشن په خبرتیا کې لیکل شوي:

"دا رویه د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو په وړاندې د انتخاباتو د کمېشن له ضابطه اخلاق څخه بشپړه سرغړونه ده".

عمران خان پاکستان ته د پخواني وزیراعظم نواز شریف د راتګ په مهال د پنجاب په نارووال کې د خپل ګوند پلویانو ته په یوه غونډه کې نوازشریف او مریم نواز "غله" او د مسلم لیګ نواز ګوند غړي "خره" بللي وو. د عمران خان دې خبرې د مسلم لیګ ګوند د پلویانو په شمول د نورو خلکو غوسه هم را پارولې وه. عمران خان په خپله وینا کې ویلي وو:

"چې څوک هم د نوازشریف هرکلي ته هوایي ډګر ته ورځي بې وقوفه (ناپوه) دي، په هغوی او په خرو کې هیڅ فرق نه شته".

دا چې د انتخاباتو کمېشن د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په وروستیو کې په کومو "ناوړه الفاظو" تورن کړی دا په خبرتیا کې نه ده ذکر شوې، خو هغه د نوازشریف پلویانو ته د عمران خان د وروستۍ وینا په اړه په یوه غونډه کې پرته د عمران خان له یادولو داسې ویلي وو:

"که زما مخالفین د خپل مشرتابه لپاره سړکونو ته را وځي آیا دا د دوی آییني حق نه دی؟ که هغه را وځي نو زه به یې "خره" بولم، که ته کارکن ته خر وایې، نو دا یو څه د خپل ځان پېژندنه هم کوې".

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د انتخاباتو کمېشن ته پخپل حاضر نه شو، بلکې خپل وکیل بابر اعوان یې ور لېږلی وو. بابر اعوان د کمېشن څلورکسیزې ډلې ته د عمران خان له خوا لیکلی باور ورکړ، چې بل وخت به داسې ناوړه الفاظ نه کاروي.

د سیاسي ګوندونو مشران تور لګوي چې په جلسو کې د نورو سیاستوالو د سپکاوي او هغوی ته د ناوړه الفاظو کارولو کلچر عمران خان پیل کړ، چې وایي اوس د اکثرو ګوندونو کسانو خپل مخالفین په ناوړه الفاظو یادوي.

د انتخاباتو کمېشن ویلي عمران خان داسې ژبه نه شي استعمالولای، ځکه چې وایي که د یو لوی سیاسي ګوند مشر داسې ناوړه ژبه کاروي نو دا په نړۍ کې د پاکستان لپاره ښه تاثر نه شي لرلای. د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم ویلي، چې د سیاسي مشرانو لپاره د ناوړه الفاظو کارولو رجحان د هېواد جمهوریت ته تاوان رسولای شي.

د مسلم لیګ نواز ګوند پر پخواني سپیکر ایاز صادق هم تور دی چې وایي هغه کسان یې "بې غیرته" ګڼلي چې په را روانو ټاکنو کې د دوی ګوند ته ووټ نه ورکوي. همدارنګه د تحریک انصاف ګوند بل مشر د پښتونخوا پخوانی وزیراعلی پروېز خټک هم د انتخاباتو کمېشن سپیناوي ته ور بللی، چې وایي په غونډه کې یې ویلي، که څوک د پیپلز ګوند بیرغ لګوي هغه به "د ډمې بچی" وي.