اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظمۍ لپاره د خپل کاندید او په پارلمان کې دننه او بهر د احتجاجونو پرېکړه وکړه

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند له خوا د ممکنه حکومت جوړولو د هڅو تر څنګ د دې هېواد ټولو اپوزیشن ګوندونو پرېکړه کړې چې د وزیراعظمۍ، د قومي اسمبلۍ د سپیکر او مرستیال سپیکر لپاره به خپل ګډ کاندیدان نوموي.

د مسلم لیګ نواز ګوند یوې مشرې مریم اورنګزېب تر غونډې وروسته رسنیو ته ویلي، د وزیراعظمۍ د څوکۍ لپاره د مسلم لیګ ن، د سپیکر لپاره د پیپلز ګوند او د مرستیال سپیکر لپاره د متحده مجلسِ عمل پر کاندندیدانو متفق شوي دي:

"ټولو سیاسي ګوندونو یوه ۱۶ کسیزه ډله جوړه کړه چې د راتلونکي تګلاره به ټاکي. موږ به هغه خلک ارام ته پرې نه ږدو چې پر پارلمان یې لعنت وایه، د پي ټي ای کسانو ته به وښیو چې اصل اپوزیشن څنګه وي".

مسلم لیګ ن، پیپلز ګوند، متحده مجلسِ عمل، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند په ټول ګوندیز کانفرنس کې پرېکړه کړې چې په پارلمان کې به سوګند اخلي، خو په پارلمان کې دننه او له پارلمانه دباندې به په انتخاباتو کې د درغلیو په ضد احتجاج ته دوام ورکوي.

خو تحریک انصاف ګوند چې د قومي اسمبلۍ ۱۱۶ څوکۍ یې ګټلې دي دعوه کوي چې د ازادو کاندیدانو په شمول د متحده قومي غورځنګ، عوامي مسلم لیګ، مسلم لیګ ق او د بلوچستان نېشنل ګوند ملاتړ ورسره دی او په مرکز کې به حکومت جوړوي چې وزیراعظم به یې د ګوند مشر عمران خان وي.

د حکومت جوړولو د هڅو تر څنګ ځینو سیاسي ګوندونو د جولای د ۲۵مې نېټې په انتخاباتو کې د ممکنه درغلیو په ضد احتجاجونو ته دوام ورکړی او د ټاکنو د نتیجو منلو ته تیار نه دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند نن د اګست ۳مه د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په ټاکنو کې یې د پوځ او استخباراتي ادارو لاسوهنه غندلې ده.

په چمن کې د پښتونخوا ګوند له خوا احتجاجي لاریون شوی، چې احتجاج کوونکو پکې شعارپاڼې هم له ځانونو سره ګرځولې او په ټاکنو کې یې د درغلۍ په ضد داسې شعارونه هم ورکړي دي: "د الیکشن (ټاکنو) پر ځای سلیکشن (چوڼ) نه منو"، "ولس دوښمنه پوځي انتخابات، نه منو".

د احتجاجي غونډې په مهال د دې ګوند یوه مشر او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي عبدالقهار ودان د وي.او.اې ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي ته په خبرو کې تور پورې کړ، چې وایي پوځ پخوا هم په ټاکنو کې لاسوهنه کوله خو دا ځل یې تر ټولو زیاته لاسوهنه کړې ده:

"زموږ د توبه اڅکزۍ په هغو ۶۹ انتخابي مرکزونو کې- چې اکثر پکې زموږ پلویان دي- له ۷ تر ۲۰ فیصده ووټونه اچول شوي، خو زموږ د مخالفینو په سیمو کې- چې درغلي پکې شوې ده- په ۱۰ انتخابي مرکزونو کې ۹۷ فیصده ووټونه اچول شوي چې ټول یوه ګوند ته ورکړل شوي دي".

بل لور ته په اډیاله زندان کې بندي د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نواز ګوند پخواني مشر نوازشریف له زندانه خپلو پلویانو ته په لېږلي پیغام ته ویلي، چې په انتخاباتو کې د درغلیو په ضد دې احتجاجونو ته دوام ورکړي.

نوازشریف تور پورې کړی چې په انتخاباتو کې د خلکو پر واک ډاکه اچول شوې او د خپل ګوند له مشرانو یې غوښتنه کړې چې د احتجاجونو تر څنګ دي له نورو اپوزیشن ګوندونو سره په ګډه د حکومت جوړولو یا اپوزیشن تګلاره جوړه کړي.