منځنۍ کرمي والو د پوځي چاؤڼۍ په بدل کې د پېسو په ځای اسانتياوې غوښتي

د قبايلي ضلعې کرمې مشرانو غوښتنه کړې چې په منځنۍ کرمه کې د پوځي چاؤڼۍ جوړولو په بدل کې دې دوي ته د پېسو په ځای د پرمختيا پروژې ورکړی شي.

د منځنۍ کرمې د خوېداد خېلو د قامي مشرانو په وېنا هغوي د روانې میاشتې په درېمه نېټه د پوځ په غوښتنه د ځايي انتظاميې سره دغلته د کورت په علاقه کې د پوځي چاؤڼۍ په جوړولو موافقه شوي او د چاؤڼۍ دپاره ترې حکومت د ۱۷۱ کناله ځمکه غوښتې ده.

د پوځي چاؤڼۍ دپاره د ځينې مشرانو او ځايي انتظاميې ترمنځ يو تړون هم لاسليک شوی دی خو د ځمکې ورکولو په سر ورسره د قامي مشرانو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

د خوېداد خېلو په ۲۴ قامي مشرانو کې ۱۴ قامي مشران غواړي چې حکومت او پوځ دې دوی ته د دغه ځمکې په بدل کې د پرمختيا ځينې پروژې پېل کړي ځکه چې یاده سيمه د کال ۲۰۰۸م تر ۲۰۱۵م کال پورې د بدامنۍ سره مخ پاتې شوې او سخت زیان ورته اوختی دی.

د سيمې يو مشر نواب ګل وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د سيمې د بدامنۍ سره مخ پاتې کېدو له کبله د سيمې خلک دې ته اړتيا لري چې حکومت او پوځ يې خبرې ته ډېر پام وکړي.

"مونږ کډې کړي او د ترهګرۍ نه په مونږ ډېر تکليفونه تېر شوي دي خلک بيرته راغلي او امنيت په ځای شوی خو د خلکو ډېر تاوانونه شوي او ګيله من دي، ځکه دوی د کرمې د انتظاميې او پوځ نه غټې پروژې غواړي لکه پوهنتون ، روغتون اونورې، څنګه چې په نورو سيمو کې د پرمختګ پروژې ورکړی شوي دي".

د نوموړي په وېنا په علاقه کې د پوځي چاؤڼۍ جوړولو پرېکړه د خېبرپښتونخوا د پخواني ګورنر جنرال علي محمد جان اورکزي په وخت کې شوې وه خو دغه پروژه بيا د امنيت له امله وځنډول شوه.

د ځايي خلکو په وېنا د منځنۍ کرمې د علي شېرزۍ، مسوزۍ او پاړه چمکنۍ سره په نورو علاقو کې ډېری کورونه ړنګ شوي، تعليمي ادارې او د صحت مرکزونه يا خو تباه کړی شوي او يا د خرابېدو له کبله د استعمال قابل نه دي پاتې شوي.

دغه ډول د صدې او پاړه چنار نه دغو علاقو ته ورغلي سړکونه خراب شوي د څکلو د اوبو مشکلات لري او دغلته تدريسي او د صحت عمله هم د نشت برابره ده.

ځايي خلک وايي د روزګار وسيلې يې اغېزمنې شوي په سوپرګټ، څنارک، اورمګۍ، منځګۍ او ډومبکۍ علاقو کې د زرګونو په شمېره کې د انارو قدرتي بوټي بې کاره شوي د کوم نه به چې ځايي خلکو اناردانه ترلاسه کوله په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې به یې خرڅوله.

دغه ډول په سیمه کې د سکرو د ۲۵ پورې درنګونه (کانونه) هم د موسمي بدلون له امله غورځیدلي او اوس د سکرو راویستو جوګه نه دي پاتې او د سکرو د کاروبار او روزګار سره اړونده خلک د سخت تاوان سره مخ شوي دي.

ځايي خلک وايي ځکه دوی د پوځي چاؤڼۍ په بدل کې بنيادي اسانتياوې غواړي.