د ۸م اګست د پېښې دویم تلین خو د عدالتي کمېشن پر رپوټ لا عمل نه دی شوی

نن په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د ۲۰۱۶م کال د ۸م اګست د هغې خونړۍ پېښې دویم تلین ولمانځل شو، چې د ۵۶ وکیلانو او دوو خبریالانو په شمول ۷۳ تنه پکې وژل شوي وو، خو په دې پېښه کې لاس لرونکي کسان لا هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي.

د صوبې د مرکزي ښار کوټې په شمول په ټولو ښارونو کې وکیلانو نن توره ورځ لمانځلې وه او عدالتونو ته له ورتګه یې بشپړ بایکاټ کړی وو. وکیلانو له عدالتونو دباندې پر سړکونو د خپلو وژل شویو ملګرو په یاد د هغې پېښې په ضد لاریونونه هم وکړل.

وکیل سراج ترین د ۸م اګست د پېښې عیني شاهد دی چې پخپله هم په هغه پېښه کې ټپي شوی وو. ښاغلي سراج د وي.او.اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته په خبرو کې د چا نوم وانه خیست، خو وایي دغه پېښه د منظم پلان له مخې ترتیب شوې وه:

"حکومت چې د وکیلانو کورنیو ته کوم پېکیج اعلان کړی وو، کومې نغدې پیسې چې وې هغه ورکړل شوې، خو وروسته یې چې هر کور ته د نوکریو ورکولو اعلان کړی وو، پر هغه تر اوسه هیڅ عمل نه دی شوی او زموږ د شهیدانو له کورنیو سره تر اوسه هیڅ مرسته نه ده شوې".

بل لور ته عوامي نېشنل ګوند هم په چمن کې د اتم اګست د پېښې تلین د یوې لویې ولسي جلسې په بڼه لمانځلی، چې سلګونو خلکو پکې ګډون کړی وو. اصغراڅکزي دې جلسې ته په وینا کې وویل، که د ۸م اګست د کوټې، د ۱۶م دسمبر د آرمي پبلک سکول او نورو داسې خونړیو پېښو مرتکبینو ته سزا ور نه کړل شي، نو په راتلونکي کې هم د داسې پېښو مخه نه شي نیول کېدای.

د عوامي نېشنل ګوند د ایالتي مشر اصغر خان اڅکزي وکیل ورور عسکر خان هم په دې پېښه کې وژل شوی وو. ښاغلي اصغر اڅکزي د وي.او.اې ډیوه له خبریال نعمت سرحدي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ۸م اګست د پېښې په اړه چې د سپریم کورټ د قاضي عیسی فایز په مشرۍ کې عدالتي کمېشن کوم رپوټ وړاندې کړ، پر هغه باید عمل وشي او د دې پېښې مرتکبینو ته سزا ورکړل شي.

اصغر اڅکزی په وروستیو انتخاباتو کې له چمن څخه د بلوچستان اسمبلۍ ته بریالی شوی دی. هغه وایي که د نوي حکومت برخه جوړېږي نو لومړۍ هڅه به یې دا وي چې د ۸م اګست د پېښې پر رپوټ د عمل دپاره ږغ پورته کړي:

"د اسمبلۍ پر فلور به زموږ لومړۍ خبره دا وي چې د اتم اګست د واقعې د رپوټ په رڼا کې دي د داسې نورو پېښو د مخنیوي لپاره قدمونه واخیستل شي او د قاضي فایز عیسی په رپوټ کې چې کومې کمزورۍ په ګوته شوې دي پر هغه باید عمل وشي".

په چمن کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا د ۸م اګست د پېښې تلین غونډه.

یو بل وکیل عظیم کاکړ وایي، د ۸م اګست پېښې د بلوچستان عدالتي نظام ته سخت زیان و رساوه، ځکه چې وایي د دې صوبې اکثر باتجربه او مشران وکیلان پکې و وژل شول:

"په عدالتونو کې چې د خلکو کومې تر ۳۰۰۰ زیاتې مقدمې وې هغه خلک ډېر زیات اغېزمن شول، دوه کاله یې وشول خو د دوی کېسونه لا هم د ځنډ ښکار دي، د دوی له تګه وروسته زموږ پر عدالتي نظام ډېر زیات اثر شوی دی".

د ۸م اګست په پېښه کې د کوټې یو فعال وکیل بازمحمد کاکړ هم وژل شوی وو، چې د پوځي واکمن پروېز مشرف په ضد یې د عدالیې د ازادۍ لپاره کلکه مبارزه کړې وه. د بازمحمد کاکړ تر مړینې دوې میاشتې وروسته د هغه یو زوی پیدا شو چې شېرباز نومېږي. د هغه بل شاوخوا پینځه کلن زوی آریان وایي:

"زه ویده وم، زما مور ماته وویل ستا بابا شهید سو، ماته عجبه ایسېدله، پلار ډېر په یاد راځي خو چې شېرباز [کشر ورور] ته وګورم بیا مې زړه لږ سم سي تسلي سي".

د بلوچستان وکیلانو هم شکایت کوي چې د ۸م اګست د پېښې لپاره جوړ شوي عدالتي کمېشن تفصیلي رپوټ وړاندې کړ، خو وایي تر اوسه نه ورباندې عمل شوی دی او نه په دې پېښه کې لاس لرونکي کسان نیول شوي او په سزا رسول شوي دي.

خو حکومت وایي چې دوی د وژل شویو وکیلانو کورنیو ته ۸۷ کروړه روپۍ ورکړې دي او دعوه کوي چې د ۸م اګست په پېښه کې لاس لرونکي ترهګر یې په بېلابېلو عملیاتو کې وژلي دي. د دې پېښې ذمه واري دوو وسلوالو ډلو داعش او جماعت الاحرار دواړو منلې وه.