په داسې حال کې چې نن په پاکستان کې لويې اختر نمانځل کيږي د شمالي وزيرستان هغه کډوال چې د افغانستان نه بيرته ستانه شوي او د بنو د بکاخېلو د کډوالو په کېمپ کې په ځای کړی شوي دي، وايي د لويې اختر د قربانو اخستو ته نه دې پرېښودی شوي او کېمپ ته يې هر ډول تګ راتګ هم بند دی.
د شمالي وزيرستان د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ هم ادعا کړې چې هغه د بکاخېلو کېمپ ته ورتلل غوښته خو د کېمپ څخه منع کړی شوی دی.
د بکاخېلو د کېمپ څخه يو کډوال تن ملک ګلبت خان وايي د افغانستان نه دوه کاله وړاندې راستانه کړی شوي يو، په دې کېمپ کې دېره يو، نه مو اختر له د قربانۍ څاروي اخيستې او نه راته د خپلو خپلوانو سره د تګ راتګ اجازه شته.
وي او ای ډيوه په خبرو کې هغه وويل، دغه کېمپ د دوی دپاره د زندان په څېر دی، حکومت چې ورسره د ۱۲ زره روپو کومه ژمنه کړې وه د درېو مياشتو نه ورته هغه هم نه مېلاويږي.
هغه وويل د معاش هيڅ طريقه يې نشته او حکومت چې ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان ۹۰ فيصده علاقه یې پاکه کړې نو دوی بیرته خپلو علاقو ته ولې ستنول کيږي دوی د کډوالۍ د ژوند نه تنګ شوي او نور ځان د کېمپ نه خلاصول غواړي.
محسن داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، هغه ژمنه کړې وه چې د کاميابۍ وروسته به لومړی اختر په کېمپ کې د کډوالو سره تېروي او نن د خپلې ژمنې پوره کولو دپاره د کډوالو کېمپ ته ورغلو خو کېمپ ته دننه د ورتلو څخه پوځي چارواکو منع کړو.
هغه وويل ورته وويل شو چې دلته کرفيو په ځای کړی شوې ده او چاته هم کېمپ ته دننه د تلو او بهر راوتلو اجازه شته.
داوړ زياته کړه دوه ساعته يې د کېمپ مخې ته انتظار وکړو خو اجازت ورته ورنه کړی شو او د اختر په ورځ هم د شمالي وزيرستان خلک په کېمپ کې د کرفيو لاندې ساتل شوي دي.
هغه وويل دا کېمپ نه دی زندان دی او تور يې ولګوؤ هغه ته کېمپ ته د ورتلو اجازه ځکه ور نه کړی شوه چې کېمپ د ستونزو نه ډک دی او هغه به بيا دا هر څه په ډاګه کول.
خو نوموړي وويل که څه هم هغه ته کېمپ ته د تلو اجازه ور نه کړی شوه خو هغه د کېمپ د حاله خبر دی او د کډوالو ستونزې به په اسمبلۍ کې او د پي ټي اېم په جلسو کې وړاندې کوي.
د افتونو په وخت په قبايلي سيمو کې د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) چارواکي وايي په کېمپ کې هر ډول اسانتياوې په ځای کړی شوي دي، خو د امنيت سره اړوند خبرې د پوځ سره تړاؤ لري ځکه دوی په دغه اړوند څه نه شي ويلی.
هغه وويل کډوالو ته به د قربانو د غوښو برخه ورلېږلی شي او هغوی به د اختر په خوشحالوکې يواځې نه پرېږدي.
د اېف ډي اېم ای ترمخه د افغانستان نه تر شپږو زرو پورې کډوالې شوې کورنۍ بيرته ستنې شوي او په دوی کې نزدې ۲۵۰۰ کورنۍ د بکاخېلو په کېمپ کې ځای کړی شوي دي.
افغانستان ته په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو په مهال خلکو کډې کړې وې.
افغان دولت ادعا کوي چې نزدې ۲۵زره کورنۍ هلته تللي چې زيات پکې خوست، پکتيکا، پکتيا او ګردېز ولايتونو ته تللي دي.