د "پېغام پاکستان" د ترهګرۍ ضد بيانيه باندې د پوهنتونونو استاذان روزول کيږي

پېغام پاکستان

پېښور پوهنتون کې د "پېغام پاکستان" په نوم د ترهګرۍ ضد بيانيه باندې استازان، مختلف مکتبه فکر علما او امامان روزل کيږي تر څو دغه پېغام زده کوونکو ته ورسؤل شي.

د پېغام پاکستان په نوم د ترهګرۍ پر ضد دغه بيانيه د پاکستان پينځه زره علماؤ وړاندې منظوره کړې وه خو اوس حکومت پاکستان د اسلامک پوهنتون اسلام اباد په مرسته دا پېغام د هېواد ټولو غټو پوهنتونو ته رسول پېل کړي دي.

پېښور پوهنتون کې نن د شورو، چهارشنبې په ورځ د پوهنتون د استاذانو، ځايي عالمانو د بېلا بيلو مکتبه فکر علماؤ، امامانو او د پوهنتون ذده کوونکو سره هم په دې اړه د بحث لپاره سيمينار راجوړ کړی شوی ؤ.

د اسلام اباد د نړېوال اسلامي پوهنتون د تحقيق د څانګې مشر ډاکټر ضياالحق وايي اوس دغه بيانيه اولس او په ځانګړي ډول د پوهنتونو استازانو او زده کوونکو ته رسؤل دي.

نوموړی وايي پوهنتون ته يې حکومت پاکستان د تشدد څخه ډکې تندروۍ پرضد بيانيې ته د ودې ورکولو زمه واري ورسپارلې ده.

د پېغام پاکستان د لارې د يو ګڼ فکره اسلامي ټولنې د جوړښت دپاره داسې غونډې له دې وړاندې په ګلګت او بلوچستان کې شوي دي.

د پېښور پوهنتون د اسلامياتو د څانګې استاز سېف الله وايي، "دا يوه ریاستي مشترکه فتوه ده د انتهاپسندۍ خلاف او نوې معاشرې تشکيل باره کې ده، او د دې غونډې مقصد چې پکې امامان، د مختلفو يونيورسټو کالجونو استازان دي نو دا فتوه د دوی سره متعارف کيږي او دوی به په دې باره کې زده کوونکو ته د دې فتوې خبره کوي".

په ټولنه کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د فکر په اړوند راجوړه غونډه کې علماؤ او استازانو بحث وکړو.

سېف الله وايي د پوهنتونونو ځينې استازانو په خپلو درسونو کې په دغه اړوند د غېر زمه وارۍ څرګندونه کړې ده.

"دا ښکاره خبره ده په حلقه درس يا کلاسونو کې دا ليدل شوي دی چې د طلباؤ په ذهن کې انتهاپسندي اچول کيږي د هغو نظريات هغو ته ښودل کيږي نو دا ګام د هغه انتهاپسنده نظريات چې د طلباؤ په ذهن کې اچول کيږي دا به د هغې مخنيوي وکړي".

پېښور کې پوهنتون کې به دا غونډه دوه ورځې روانه وي.

غونډې ته راغلې يوه زده کوونکې کاينات وايي هغې په دې غونډه کې ډېر ښه بحث واورېدو او که کوشش وکړي هر څوک کولی شي چې په ټولنه کې په مینه محبت سره پاتې شي ځان د ترهګرۍ نه په ډډه وساتي.

ويل شوي د هېواد د بېلابيلو پوهنتونونو، کالجونو، د ځايي علماؤ او امامانو سره د غونډو وروستو به د پېغام پاکستان دا لړۍ ځوانانو ته هم غځولی شي.