د لنډي کوتل دوه تنه د کانګو ناروغۍ وژلي، په سیمه کې ډينګی هم زيات شوی

د قبايلي ضلعې خېبر په لنډي کوتل سیمه کې دوه تنه د کانګو ناروغۍ وژلي دي، بل لور ته په جمرود کې نزدې ۱۰۰ کسان د ډينګي د ناروغۍ ښکار شوي دي.

د خېبر د ډاکټرانو په وېنا د کانګو له امله دواړه تنه د لنډي کوتل د پيرو علاقې سره تعلق لري چې پکې ۲۰ کلن سلمان په اسلام اباد کې په شفا انټرنيشنل روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی او بل ۳۰ کلن خان حېدر نن د پېښور په خېبرټيچنګ روغتون کې د درمنلې په مهال مړ شوی دی.

د لنډي کوتل د روغتون مشر ډاکټر خالد جاوېد وايس اف امريکا ډيوه سره په خبرو کې وويل، سلمان د اختر په ورځ تبې نيولی او د ابتدايي درمنلې وروستو د اسلام اباد روغتون ته لېږل شوی ؤ.

ډاکټر خالد وويل سلمان د جمعې په شپه د کانګو ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه وويل درې ورځې وړاندې د پيروخېل ۳۰ کلن خان حېدر چې د سلمان نزدې ملګری ؤ هغه د سختې تبې نه د پېښور خېبرټيچنګ روغتون ته لېږل شوی هلته يې درملنه روانه وه او نن يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

نوموړي وويل د خان حېدر د ناروغۍ اثرات هم د کانګو په شان ؤ خو زياته یې کړه د کانګو په اړوند کره رپوټ به سبا مخې ته راځي.

هغه وويل په پيروخېل کې د کانګو د اندېښنې له کبله نزدې د ۱۵۰ پورې کسانو هره ورځ طبي معاينه کيږي.

سږ کال په کراچۍ کې هم د کانګو په ۱۱ ناروغانو کې څلور مړه شوي او د کراچۍ د جناح روغتون د مشرې ډاکټرې سيمې جمالي په وېنا دا وخت په روغتون کې د درېو ناروغانو درملنه روانه ده چې پکې د دوه ناروغانو تعلق د کوټې سره دی.

د روغتيا د پوهانو په وېنا کانګو وايرس د څارؤ نه انسانانو ته انتقاليږي. او د دې ناروغۍ غټې نخښې سخته تېزه تبه، د سر او هډوکو دردونه او د پوزې نه وينې بهېدل دي.

په خېبر کې ډينګی ماشی په زياتېدو دی

د جمرود د روغتون د شمېرو ترمخه تراوسه پورې په روغتون کې د ۱۰۰ پورې داسې ناروغان روغتون ته راوړل شوي چې د ډينګي ماشي چيچلي دي.

د ځايي خلکو په وېنا تېر کال په سيمه کې د ډينګي په ماشي ختمولو پام نه ؤ شوی ځکه سږ کال ماشي ډېر شوي او د خېبر ټي ټي بازار، نوې ابادي او شاکس علاقې يې ډېرې اغېزمنې کړي دي.

خو ځايي انتظامیه وايي دوی په يادو علاقو کې د خلکو خبرولو دپاره کمپاين پېل کړی او ۱۴۴دفعه يې لګولې چې خلک پاکې اوبه ښکاره پرې نه ږدي او په دې سرغړونه يې درې تنه بندي کړي هم دي.

د انتظامي چارواکو په وېنا ۹۰ ټيمونه جوړ کړی شوي په جمرود، لنډي کوتل او باړه کې ګرځي خلک د ډينګي څخه خبروي.