حکمتیار: زموږ یو ګاونډی د افغانستان په ستونزو کې خطرناکه ونډه لري

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن د نهې- سه شنبې په ورځ خبري غونډې ته په خبرو کې که څه هم په څرګنده د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په تړاو د کوم هیواد نوم یاد نه کړ خو ویې ویل چې یو ګاونډی هېواد د افغانستان په ناامنیو کې تر ټولو خطرناکه ونډه لري.

حکمتیار وايي دغه ګاونډی هېواد د افغانستان د جګړې پر دوام پانګونه کوي او دا ټولې هڅې د دې لپاره کوي چې په امریکې خپلې غوښتنې ومني. ښاغلي حکمتیار وویل:

"زه باور لرم چې زموږ یو ګاونډی د افغانستان په پیښو کې تر ټولو زیات خطرناک او ناولې ونډه لري، د جنګ پر دوام پانګونه کوي، په تجدید کې یې لاس لري او هغوی غواړي چې له دې لارې امریکا دې ته مجبوره کړي چې د هغه غوښتنې ومني".

حکمتیار د افغانستان پر غزني ښار د طالبانو وروستیو ډله ییزو بریدونو ته په اشارې ویلي، د ښار په مرکز کې د طالبانو د درو ورځو لپاره پاتې کېدل او له مقاومت پرته د ښار پرېښودل د افغانستان د عامو خلکو له وژنو او ویجاړیو پرته بل هیڅ هدف نه درلود او ویې غوښتل چې د سیمې د استخبارتي شبکو له خوا شوی فرمان پر ځای کړي.

د اسلامي حزب مشر وویل، د ۲۰۰۱م میلادي کال د سپتمبر په ۱۱مه د امریکا پر نیویارک ښار له شویو بریدونو وروسته چې نېټو او امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلي، د هغوی ۱۷ کلن حضور، د سیاست او جګړې پالیسي ناکامه ده او هیڅ کومه ګټه هم نه لري. حکمتیار وویل:

"امریکا ونه توانیده چې خپل یو هدف هم تر لاسه کړي، نه یې یو قوي حکومت جوړ کړ او نه یې د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوی وکړ، هغوی یواځې مصارف وکړل، تلفات یې ولیدل او لامل یې هم دا دی چې نظامي او سیاسي تګلاره یې ناکامه ده او بل یې په داسې ځواکونو او سیاسي ګوندونو باندې حساب وکړ چې هغه په اصل کې د هغوی په رقیبانو پورې تړلي دي او په افغانستان کې دا ټولې ستونزې هم له همدې امله دي".

بلې خوا ته د نړیوالو چارو سیاسي څېړونکی نصرالله ستانیکزی وايي، که څه هم افغانستان ته د نېټواو نړیوالو متحدینو په راتګ سره تر دې دمه له ترهګرۍ سره جدي مبارزه نه ده شوې خو وایي په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې افغان ولس سترې لاسته راوړنې لري. ښاغلی ستانیکزی وایي:

"۱۷ کاله مخکې موږ اردو نه درلوده خو اوس د سیمې په کچه پیاوړی ځواک لرو، د ناټو، نړیوالې ټولنې او د نورو متحدینو په اقتصادي مرسته پر دې توانېدلي یو چې شخصي موسسات جوړ کړو، په قانوني ډول خپله د سیاسي ګوندونو جوړېدل لویه لاسته راوړونه ده، په تیرو ۱۷ کلونو کې موږ په افغانستان کې د لویو اقتصادي بنسټونو د جوړېدو شاهدان یو او په بین المللي مناسباتو کې افغانستان په نړیواله ټولنه کې شامل شوی دی او دې ته ورته ګڼې نورې لاستې راوړنې هم لرو چې باید له پامه ونه غورځول شي".

د یادونې وړ ده چې له ننه ۱۷ کاله وړاندې د سبتمبر پر ۱۱مه په امریکا کې تر خونړیو بریدونو وروسته نېټو او امریکې د نړیوال توافق له مخې د ترهګرۍ ضد مبارزه، د امن او ارامۍ د ټینګښت او همداراز د بشرضد ناوړه کړنو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې جګړه دوام لري.