په افغانستان کې د وزيرستان کډوال وايي، تنګ شوي دي بيرته خپلې سيمې ته تلل غواړي

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴ کې د ضرب عضب عملياتو نه افغانستان ته کډوال شوي خلک وايي دوی نور د کډوالۍ ژوند تنګ کړي او بيرته خپلو سيمو ته ستنېدل غواړي.

د افغانستان د چاوراکو په وېنا د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته نزدې ۲۵زره کورنۍ تللې وې او پاکستان ادعا کوي چې نزدې په ۲۰زره کډه شوؤ کورنيو کې نزدې شپږ زره کورنۍ بيرته ستنې شوي دي.

د شمالي وزيرستان نه زيات خلک د افغانستان خوست، پکتيکا او ګردېز سيمو ته کډه شوي او هلته ژوند کوي.

کډوالو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي دوی بيرته تلل غواړي او د پاکستان د خپل حکومت نه غوښتنې کوي چې دوی ته دې خپلو علاقو ته د بيرته تګ نېټه وټاکي او د دوی د ټولو سامانونو او مالونو د وړلو انتظام دې ورته برابر کړي.

د شوال سیمې نه کډوال شوی شادم خان وايي "مونږ کډوالۍ ستړي کړي يُو بيرته تلل غواړو خو د پاکستان حکومت دې راته نېټه راوښايي چې بيرته لاړ شو بيا به مو خپلو علاقو ته کله استوي ځکه چې وړاندې تللي کډوال تر اوسه خپلو علاقو ته نه دي واپس کړی شوي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو هغه وويل چې دوی د پاکستان نه د کډوالۍ په وخت د ځان سره خپل هغه ګاډي بوتلي چې دلته به يې پرې مزدورۍ کولې خو اوس دوی ته انتظاميه وايي چې د چا سره د شمالي وزیرستان د انتظاميې لخوا د ګاډي د چلولو د اجازت پرچه وي يواځې هغوی کولی شي چې بيرته ګاډي راولي.

خو دغه تن وايي وړاندې د پرچې نظام نه ؤ نو د دوی سره پرچې هم نه وي او که ګاډي دوی ته نه پرېښودل کیږي نو په سيمه کې به روزګار په څه کوي ځکه چې دا ګاډي يې د معاش سرچينه وه.

يو بل تن نېک بادشاه چې د شمالي وزيرستان دته خېل تحصيل د ځوې علاقې سره تعلق لري او د پکتيکا ولايت په لمن ولسوالۍ کې د کډوالۍ ژوند کوي وايي په کډوالو کې د ډېرو خلکو سره د ګډو بيزو (مېژو او اوزو) رمې دي چې پکې د دوه سوه نه تر درې سوه پورې څاروي دي، نو دوی نه شي کولی چې دومره ډېر څاروي خوست ته ورسوي ځکه چې خوست ورته لرې پرېووځي.

هغه وايي دوی ته دې د شوال او يا د انګور اډې لارې پرانيزي چې په اسانه او نزدې لار باندې خپل مالونه او سامانونه د ځان سره راوړي.

هغه وويل که د دوی نه دغه رمې پاتې کيږي نو بيا يې پاکستان ته د راتګ هيڅ مقصد نشته ځکه چې د ژوند تېرولو يواځينۍ سرچينه يې دغه څاروي دي.

په افغانستان کې د وزيرستاني کډوالو مشر مولاجان وړاندې يوې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ چې د پوځي عملياتو په مهال د دوی کورونه، حجرې، مدرسې، سکولونه، هسپتالونه او بازارنه په بشپړ ډول اغېزمن شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو اېن اېچ سي ار) دې د خلکو په خپلو علاقو کې په ځای کولو او اغېزمنې سيمې بیا جوړولو باور ورکړي، نو دوی به بيرته ستانه شي.

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي د دوی سره د افغانستان نه د کډوالو د بيرته راتګ دپاره يواځينۍ لاره د غلام خان ده او ټول انتظامات هم په دې لاره نیول شوي دي.

انتظاميه وايي د بلې لارې پرانيستلو واک دوی نه لري دا پرېکړه لوړ پوړي امنيتي او حکومتي چارواکي کولی شی.

د انتظامیې ترمخه د غلام خان د لارې راتلونکي کډوال کولی شي چې ځانونه رجسټرډ کړي دوی هر وخت د بکاخېلو کډوال کېمپ ته راستول کېدی شي او د کډوالو د بیرته راستنېدو عمل مرحله وار روان دی او چې کومې علاقې پاکې کړی شوي هلته په خپلو ټاکلو نېټو لېږل کيږي.

د دې ترڅنګ د غلام خان د لارې راتلونکو کډوالو ته د نورو رجسټرډ کډوالو هومره اسانتياوې ورکولی شي او که څوک په بله لاره راغله د کډوالو د اسانتياؤ نه به بې برخې پاتې شي.

افغانستان ته په کډه شوؤ زياترو خلکو کې د شمالي وزيرستان د دته خېل، مايزر، ځوی سېدګۍ او شوال اوسېدونکي شامل دي او دغو سیمو ته تراوسه پورې کډوال بيرته نه دي ستانه شوي.

د افغانستان نه په دوه مرحلو کې نزدې شپږ زره کورنۍ بيرته ستنې شوي دي چې زياتره يې اوس هم د بنو د بکاخېلو په کډوال کېمپ کې ژوند کوي خپلو علاقو ته نه دي استول شوي.