پاکستان: مرکزي حکومت د منظور پښتین په اړه د پنجاب حکومت اشتهار له ټیلیویژنونو بیرته لرې کړ

واشنګټن ـــ د پنجاب صوبایي حکومت د محرم د میاشتې په مناسبت د امنیت د ټینګښت لپاره یو ویډیویي اشتهار خپور کړی، چې په هغه کې یې له خلکو غوښتي که د عاشورانو د جلوسونو په وخت څه مشکوک عمل وویني یا د چا له کرکې ډکې وینا واوري نو پولیسو ته دې خبر ورکړي او په ویډیو کې یې د پښتون تحفظ موومنټ د مشر منظور پښتین عکس هم ورکړی چې یوې جلسې ته وینا کوي.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت له خوا دغه اشتهار د خالي- شنبې په ورځ د پاکستان د سرکاري ټیلیویژن په ګډون پر اکثرو شخصي ټیلیویژنونو هم خپور شو، چې د پښتون تحفظ موومنټ د مشرانو تر څنګ یې پر ټولنیزو رسنیو د خلکو غصه را و پاروله. په دې اشتهار کې په اردو ژبه ویل شوي:

"له نفرت او فرقه پرستۍ ډک تقریرونه، پر دېوالونو لیکلې نعرې، د لوډسپیکر غیرقانوني استعمال، د شرخوښۍ د موادو خپرېدل، وسلوال کسان، مشکوک عمل یا کسان، پردی سامان، موټر یا موټرسایکل دا هر څه که ووینئ نو سمدستي پولیسو ته خبر ورکړئ او د هېواد د دوښمنانو ارادې له خاورو سره خاورې کړئ"

په اشتهار کې د دغو ټولو شیانو د یادولو په وخت ورسره ورته ویډیویي کلیپونه ښوول شوي، چې د وسلوالو په یادولو سره څو کسان ښکاره کړل شوي چې وسلې یې په لاس کې دي، خو "پر نفرت او فرقه پرستۍ ولاړ تقریرونه" له جملې سره د پښتون تحفظ موومنټ د یوې جلسې ویډیویي کلیپ اچول شوی چې منظور پښتین پکې د وینا په حال کې لیدل کېږي.

د پښتون تحفظ موومنټ یوه فعال مشر او د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پر ټویټر د پنجاب حکومت پر دې اقدام حیراني څرګنده کړه او ویې لیکل:

"د پنجاب حکومت د دې اشتهار په لیدو مې ټکان وخوړ. آیا دا یواځې پښتون دی چې که د ترهګرۍ ښکار دی او د امن تبلیغ کوي هم خو په پنجاب کې دې د ترهګرۍ په سترګه ورته کتل کېږي؟ دا خو نسلي تعصب دی".

پر ټولنیزو رسنیو د پنجاب حکومت د دې اشتهار د غندنې څپه اخیر د پاکستان تر مرکزي حکومته ورسېده او د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري سمدستي د خپلې غلطۍ اعتراف وکړ او د دې اشتهار د نه خپرېدو اعلان یې وکړ. ښاغلي چودري محسن داوړ ته پر ټویټر په جواب کې له خلکو هم وغوښتل چې نور دا رد شوی اشتهار خپور نه کړي:

"موږ چې څنګه خبر شو سمدستي مو پر ټیلیویژنونو د دې اشتهار خپرېدل بند کړل. کله چې مو د دې اشتهار د نه خپرېدو امر ورته وکړ، هغه وخت یواځې څه ځله خپور شوی وو".

د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر او د بشري حقونو مدافع افراسیاب خټک هم پر ټویټر دغه اشتهار غندلی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې پر خپل دې اقدام رسمي او ښکاره بخښنه وغواړي. ښاغلي خټک لیکلي:

"د کورنیو چارو وزارت له خوا چلېدونکی قومي ټیلیویژن د پي ټي ایم مشران د ترهګرو په بڼه ښکاره کوي. دا د غندنې وړ ده چې د ترهګرۍ د فیکټرۍ چلوونکي د بشري حقونو لپاره د پښتنو ځوانانو پرامنه او پر عدم تشدد ولاړې مبارزې ته ترهګري وایي".

محسن داوړ له پاکستان ټوډې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې د پنجاب حکومت د خپلو حقونو لپاره د دوی مبارزې ته د کرکې په نظر ګوري. ښاغلي داوړ وروسته له هغه چې مرکزي حکومت د دې اشتهار خپرېدل وځنډول، غوښتنه وکړه چې د پنجاب حکومت د دې اقدام په اړه پلټنه وشي، چې ولې یې داسې اشتهار جوړ کړی او خپور کړی وو.

د پنجاب حکومت تر اوسه د دې اشتهار د خپرولو په اړه څه نه دي ویلي. پاکستاني رسنیو د دې صوبې د اطلاعاتو له وزیر فیاض چوهان سره بیا بیا د خبرو هڅه کړې چې د هغه نظر واخلي خو نوموړي ورته ځواب نه دی ویلی.