شاه محمود قريشي: پاکستان به د افغانستان د سولې په خبرو کې مثبت رول لوبوي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي يو وار بيا د افغانستان د تلپاتي امن لپاره د خپل هېواد د پوره پوره ملاتړ ژمنه تکرار کړې ده.

د خپل يو ورځني سفر په وخت ښاغلي شاه محمود قريشي په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایوي ریيس عبدالله عبدالله او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره د ملاقات په وخت افغان مشرانو ته باور ورکړ چې پاکستان به د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاينې په عمل کې خپل مثبت رول لوبوي.

نوموړي افغان ولسمشر ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان چيټۍ هم ورکړې چې پکې د افغان ولس لپاره د پاکستان له خوا د 40000 ټنه غنمو د تحفې ژمنه هم شوې وه.


د پاکستان خارجه دفتر په يو بيان کې ويلي، دغه سفر د پاکستان نوي حکومت ته يوه غوره موقع په لاس ورکړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ کمولو او دوه اړخيزې همکارۍ ته د ودې ورکولو لپاره خپله راتلونکې تګلاره و ټاکي.

په کابل کې له افغان مشرانو سره د ليدلو کتلو په وخت د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي د دواړو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ د مخنيوي او کوټلي امنيت لپاره د ګډو هڅو په اهميت ټینګار وکړ او افغان چارواکو ته يې وړانديز وکړ، چې پاکستان افغان پوليسو او د امنيتي ادارو چارواکو ته په خپلو تربيتي مرکزونو کې تربيې ورکولو ته تيار دی.

نوموړي افغان ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه او د افغانستان په يو شمېر توکو يې پاکستان ته په اړولو د ځينو ټېکسونو د معافولو فېصله هم وکړه چې ورسره به پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې په زړه پورې زياتوالی راشي.

د پاکستان خارجه وزير له افغانستان سره په ګډه پوله د تګ راتګ د اسانتياوو ورکولو ژمنه هم وکړه او د افغان زده کوونکو لپاره يې د 3000 تعليمي وظيفو د دويم پړاو اعلان هم وکړ، چې تر مخه به يې 600 افغان زده کوونکي په پاکستاني پوهنتونونو کې له راتلونکي مني نه خپل لومړي سېمیسټرونه شروع کوي.

له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره د خبرو په وخت دواړه خارجه وزيران په دې خبره متفق شول چې په راتلونکو ورځو کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ څلور مهمې غونډې کېږي چې يوه به پکې د اقتصادي کمېشن ( JEC)، دويمه د تجارت يا ټرانزیټ ټرېډ (APTTCA) د چارواکو تر منځ، دريمه د دواړو هېوادونو د علماوو تر منځ او څلورمه به د امن او سولې لپاره د افغانستان پاکستان اېکشن پلان اېنډ سولیډېریټي (APAPPS ( د چارواکو تر منځ کېږي.


خارجه وزير په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني ولس د اوږدې مېلمستيا ستاینه وکړه او ویې ویل، پاکستان غواړي چې دغه افغانان په يوه ټاکل شوې نېټه په درناوي خپل وطن ته ستانه شي.

دواړه خارجه وزيران په دې خبره هم صلاح شول چې په جلال آباد کې به د پاکستان د قونصلګرۍ د زر تر زره پرانیستلو لپاره امنيتي کشالې ډېرې زر هوارې کړي.


د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ په کرښه او د يو بل په ضد د ترهګرو د ملاتړ د تورونو له کبله اړيکې د تاوتريخوالي ښکار دي چې په نتيجه کې پاکستان وخت په وخت خپله پوله وتړي چې د پولې دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو ستونزې یې نورې زياتې کړي.

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ جوړ حکومت ژمنه کړې چې له ګاونډيانو سره به اړيکې سموي او وزيراعظم عمران خان پخپله لومړۍ وېنا کې د افغانستان سره د پولې د پرانیستو وعده کړې. د دې ترڅنګ د پاکستان د نوي حکومت خارجه وزير شاه محمود قريشي هم خپله لومړۍ سرکاري دوره افغانستان ته وکړه چې وښيي، پاکستان له ګاونډي افغانستان سره په اړيکو سمولو کې سنجیده دی خو دا به راتلونکی وخت وښيي چې د عمران خان حکومت له ګاونډي افغانستان سره د اړيکو سمولو لپاره د پاکستان د پوځ نه څومره اختيار اخیستلی شي چې په خارجه پاليسۍ کې له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو سمولو لپاره مثبت بدلونونه وکړي.