پاکستان په سي پېک کې د سعودي د ګډون له خبرې بیرته پر شا شو

په پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان حکومت، د تېر په څېر، یو ځل بیا په سي پېک کې د سعودي عرب د اعلان کړې برخې په اړه خپل دریځ بدل کړی او وایي چې سعودي به د چین پاکستان د سترې اقتصادي لارې د منصوبې برخه نه وي.

د پلان او پرمختیا مرکزي وزیر خسرو بختیار او د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري د شورو- چارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې سعودي په مستقیم ډول په سي پېک منصوبه کې نه ور ګډوي، بلکې حکومت یې له سعودي سره د سي پېک د بشپړتیا لپاره د ځینو نورو تعمیراتو منصوبو قرارداد کړی دی.

د پلان او پرمختیا وزیر خسرو بختیار وویل، دا تاثر ناسم دی چې ګواکې سعودي به په سي پېک کې د برابر سټرېټیجک په توګه برخه لري، بلکې د نورو هېوادونو غوندې سعودي هم کولای شي د سي پېک په پرمختیای چارو کې خپله سرمایه ولګوي:

"په سي پېک کې به ډېرې څانګې وي چې درېیم هېواد یې په درې اړخیز انتظام کې د تعمیراتي رغونې په برخه کې شاملېدای شي، لکه چین - پاکستان - جاپان، چین - پاکستان - سعودي عرب یا چین - پاکستان - جرمني".

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري د سپټمبر په ۲۰مه یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې هېواد یې له سعودي عرب سره د یوه لوی تجارتي شراکت بنیاد ږدي او د دې لپاره د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د سعودي یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي چې د هغه هېواد د خزانې او انرجۍ وزیر به هم پکې شامل وي. فواد چودري هغه مهال په سي پېک کې د سعودي د شاملولو خبره هم کړې وه:

"سعودي عرب هغه لومړی هېواد دی چې موږ ورته په سي پېک کې د درېیم شریک په توګه د شاملېدو بلنه ورکړې ده".

په همدې ورځ د اپوزیشن ګوند مسلم لیګ نواز ډلې د قومي اسمبلۍ غړي او د پلان او پرمختیا پخواني وزیر احسن اقبال په دې اړه اعتراض کړی وو او پوښتنه یې کړې وه چې د سي پېک په دوه اړخیزه منصوبه کې سعودي عرب ته څنګه د شاملېدو بلنه ورکړل شوې ده. احسن اقبال په دې اړه پخپل ټویټ کې لیکلي وو:

"آیا چې ته په دې اړه ډاډ ورکړل شوی دی؟ سي پېک یوه دوه اړخیزه منصوبه ده، چې د کوم درېیم هېواد د ور ګډولو لپاره د دواړو هېوادونو همږغۍ او اتفاق ته اړتیا لري".

د اطلاعاتو د مرکزي وزیر له وینا سره سم د سعودي عرب یو لوړپوړی شپږ کسیز پلاوی د نهې- سه شنبې په ورځ پاکستان ته راغی او د سي پېک د بېلابېلو پرمختیایي کارونو د لیدو لپاره یې ګوادر ښار ته سفر وکړ.

ډان انګرېزي ورځپاڼه خبر ورکوي چې سعودي پلاوي د ګوادر بندر او سي پېک منصوبې په چارو ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې هېواد به یې له خپل تاریخي او مذهبي ورور هېواد سره ضرور په بحراني حالاتو کې درېږي او په پرمختیایي منصوبو کې به یې سرمایه کاري کوي.

ټاکل شوې چې د سعودي راغلی پلاوی به څلور ورځې په پاکستان کې وي او له مرکزي حکومت سره به د تېلو، معدنیاتو، سرمایه کارۍ او تجارت په برخه کې بېلابېلو تړونونه (قراردادونه) کوي.

خو بلوچستان حکومت د سي پېک منصوبې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ګوادر په درې ورځني سفر کې یې د دې سترې اقتصادي منصوبې پرمختیایي چارې له نیژدې کتلې دي. وزیراعلی جام کمال او نورو صوبایي وزیرانو تور لګولی چې مرکزي حکومت مخکې په رېکوډک او اوس په سي پېک منصوبه کې بلوچستان له پامه غورځولی دی. صوبایي وزیر اسد بلوڅ د اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه ویلي:

"د بلوچستان اسمبلۍ ته ډاډ نه دی ورکړل شوی، د چین ذمه دار سفیر پریس کانفرنس کوي او وایي چې د سي پېک منصوبې په ۲۲ برخو کې ۷۰۰۰۰ کسان په کار ګومارل شوي دي، زه د مکران ډیویژن اوسېدونکی یم، د پنجګور یو تن هم پکې نه دی اخیستل شوی".

بلوچستان اسمبلۍ په یوه خوله یو قرارداد منظور کړی، چې وایي مرکزي حکومت دې د سي پېک منصوبې په ټولو پرېکړو کې د بلوچستان وزیراعلی شامل کړي او د سي پېک ۵۰ فیصده ګټه دې بلوچستان ته ورکړل شي.