پاکستان وایي پر نړیوالو این جي اوګانو یې بندیز نه دی لګولی خو څارنه یې کوي

پر شاوخوا ۳۰ بهرنیو انجوګانو تر بندیز وروسته د پاکستان مرکزي حکومت ویلي، چې پر نړیوالو انجوګانو یې په هېواد کې پر کار کولو بندیز نه دی لګولی، بلکې د هغوی په اړه تر پلټنې وروسته به ورته د کار اجازه ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د رجسټرېشن او څارنې تر روان عمل وروسته تېره اوونۍ هم ۱۸ انجوګانو ته د کار پرېښوول امر کړی، چې پکې لس د امریکې او نورې د یورپي هېوادونو په مرسته چلېږي.

له بېلابېلو انجوګانو سره کارکوونکي د حکومت پر دې ګام اندېښنه څرګندوي او وایي چې دا ډول پابندۍ به په پاکستان کې پر هغو پرمختیایي چارو بد اغېز وکړي چې د دغو نړیوالو انجوګانو له خوا کېدل. د (خویندو کور) په نوم د یوې این جي او مشره مریم بي بي په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وایي:

"تعلیم هسې هم ډېر کم دی، د صحت مسئلې هم دي او حکومت یواځې ورته نه شي رسېدای، زما په خیال داسې این جي اوز ته- چې په دغو شعبو کې کار کوي- باید ښې موقعې ورکړل شي چې هغوی په درز کارونه وکړي. حکومت حق لري چې په دې اړه قانون جوړ کړي خو دا کار باید په مشوره وکړي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د زیارت- پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، چې شاوخوا ۱۴۱ نړیوالو انجوګانو په پاکستان کې د کار کولو لپاره درخواستونه جمع کړي وو، چې وایي په هغوی کې ۷۴ انجوګانو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده:

"د نړیوالو این جي اوګانو پر کار په پاکستان کې هیڅ بندیز نه شته، پاکستان د دوی کار ستایي او د دوی د رجسټرېشن کار د کورنیو چارو وزارت په شفافه توګه کوي".

ډاکټر فیصل وایي د نورو پاته انجوګانو په اړه هم پلټنې کوي او وروسته به هغوی ته هم د کار کولو اجازه ورکړي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د اېکشن ایډ په شمول پر یو شمېر نړیوالو انجوګانو د کار کولو بندیز لګېدلی وو. د اېکشن ایډ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت ورته د کار نه کولو هیڅ جواز نه دی وړاندې کړی.

په ۲۰۱۱م کال کې په ایبټ اباد ښار کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته په پاکستان کې د ټولو نړیوالو انجوګانو څارنه روانه ده او په ۲۰۱۵م کال کې د مسلم لیګ نواز ګوند حکومت د دغو انجوګانو لپاره سخته تګلاره اعلان کړې وه او ټولو کورنیو او بهرنیو انجوګانو ته یې د نوي رجسټرېشن کولو امر کړی وو.