اېشیا پېسیپیک ډلې د ایف اې ټي ایف له خړ لیسټه د وتلو لپاره د پاکستان هڅې ناکافي بللې

واشنګټن ــــ د ترهګرۍ د مالي مرستو او غیرقانوني پیسو د څار له نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) سره د تړلې ډلې اېشیا پېسیپیک ګروپ نهه کسیز پلاوي د پاکستان د ۱۱ ورځني سفر په پای کې دې هېواد ته خپل رپوټ وړاندې کړی او د ترهګرۍ د سرچینو او غیرقانوني پیسو د مخنیوي په برخه کې یې د پاکستان پر هڅو بې اطمیناني څرګنده کړې ده.

د نړیوالو اقتصادي پوهانو دغه پلاوي د ګورډن هوک په مشرۍ د خپل سفر په مهال د پاکستان د خزانې د وزیر په شمول د بېلابېلو ادارو له چارواکو سره لیدلي او نن د جمعې په ورځ یې خپل رپوټ- چې ۴۰ وړاندیزونه پکې شوي- حکومت ته په رسمي توګه وړاندې کړی.

د رېډیو پاکستان د خبر په اساس د خزانې وزیر اسد عمر له ورغلي پلاوي سره د لیدو په وخت هغوی ته ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې به د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي په برخه کې پر نړیوالو قوانینو عمل کوي او په دې اړه به خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

اېشیا پېسیپیک ډله به خپلې دغه سپارښتنې د ۲۰۱۹م کال په جنوري کې د ترهګرۍ د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د مخنیوي ادارې (ایف اې ټي ایف) په مرکز پېرس کې جمع کوي، چې په بنیاد به یې د راتلونکي کال په سپټمبر کې په خړ لیسټ کې د پاکستان د اچولو یا نه اچولو پرېکړه کېږي.

د پاکستان ځینې کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې که پاکستان د ایف اې ټي ایف له غوښتنو سره سم د ترهګرۍ د مالي سرچینو او د غیرقانوني پیسو د انتقال مخه ونه نیوله، نو کېدای شي چې راتلونکی کال په تور نوملړ کې واچول شي، خو اقتصادپوه شاهد حسېن صدیقي وایي:

"تور لیسټ ته د پاکستان د اچول کېدو امکان نه شته، ځکه هغه هېوادونه تور لیسټ ته اچول کېږي چې د ترهګرۍ د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي لپاره له هلو ځلو انکار وکړي خو پاکستان دې هر څه کولو ته تیار دی".

خو یو بل اقتصادپوه مهتاب حیدر وایي، چې پاکستان ته اوس هم ډېر څه کول پکار دي:

"د پاکستان له اړخه پورته کړل شوي ګامونه د اطمینان وړ نه دي، ډېر څه داسې دي چې باید وشي، د غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي قوانین جوړول او عملي کول تر ټولو مهم کار دی، بل دا چې پر داسې خلکو باید نظر وساتل شي چې غیرقانوني پیسې لېږي را لېږي".

اېشیا پېسیپیک ګروپ په اګست میاشت کې د پاکستان د غیرقانوني پیسو د انتقال او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د مخنیوي په قوانینو او تګلاره کې د نیمګړتیاوو په اړه څرګندونه کړې وه او په دې برخه کې یې وړاندیزونه هم کړي وو، چې پاکستان په دې برخه کې د ګامونو اخیستلو تفصیل هم ورکړی وو.

ایف اې ټي ایف د پاکستان نوم د روان کال په جون میاشت کې د ترهګرۍ د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د انتقال په برخه کې د کوټلو ګامونو نه پورته کولو پر سر په خړ لیسټ کې اچولی وو.

وېره څرګندېږي چې که پاکستان د ایف اې ټي ایف له وړاندیزونو سره سم د ترهګرۍ د مالي سرچینو د تړلو او غیرقانوني پیسو د انتقال د بشپړ مخنیوي په برخه کې ناکامه شو او نوم یې په ۲۰۱۹م کال کې په تور لیسټ کې واچول شو، نو دا هېواد به د نړیوالو مرستو، پورونو او سرمایه کارۍ په برخه کې تر زیاتې څارنې لاندې راشي، چې له کبله په پاکستان کې بهرنۍ سرمایه کاري او اقتصاد نور هم اغېزمن کېدای شي.