پاکستان ته د مالي مرستو په شرطونو خبرې کوو، چين

چين ويلي په روان اقتصادي کړکېچ کې د پاکستان مرستې کول غواړي خو د دغې مالي مرستو په شرطونو لا خبرې روانې دي.

چين دا خبره د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او چينايې وزيراعظم لي کيچنګ او صدر شي جن پنګ د ليدو کتو وروسته کړې .

د چين مرستيال خارجه وزير کانګ زوان يو ويلي د دواړو هېوادونو مشران په دې خبره صلاح شوي دي چې چين به په دې سخت وخت کې د پاکستان مالي مرستې کوي، او په دې اړه به د دواړو هېوادونو چارواکي د يو بل سره تفصيلي خبرې اترې کوي چې پاکستان ته په کومو شرطونو او څومره مالي مرستې ورکړی شي.
ښاغلي کانګ ويلي هر څه که پاکستان د قرضونو بېرته ورکولو د کشالې سره مخ دی خو چين به د پاکستان سره شوي اقتصادي شاهراه يا سي پېک په لوظنامه کې بدلون نه کوي او د دغې شاهراه ټولې منصوبې به مخ په وړاند ې بوځي.

نوموړي ويلي که چين د سي پېک په منصوبه کې بدلون کوي هم نو نورې منصوبې به پکې زياتوي نه چې کمی به پکې راولي.

مطبوعاتي رپوټونه واي چين پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو ورکولو تيارۍ نيولي دي چې پکې به مالي مرستې او سرمايه کاري هم شامله وي خو دغه خبره د وزيراعظم عمران خان او چينايي وزيراعظم لي ترمينځه شوې غونډه کې نه ده ښکاره شوې.

د چين وزيراعظم لي ويلي د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د چين سفر سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې ټينګې شي.

عمران خان د دغې په غبرګون کې ويلي دغه د پاکستان د ترقۍ لپاره يوه غوره موقه ده چې ورسره به په پاکستان کې سرمايه کاري وده اومومي او د پاکستاني اولس ژوند به ورسره ښه شي.

هر څه که چين د ۶۰ اربه ډالرو د سي پېک منصوبه د ټولې سيمې لپاره د ترقۍ يوه لويه منصوبه ګڼي خو د عمران خان حکومت غواړي چې د سي پېک په منصوبه کې د روډونو او ودانيو د جوړولو په ځاې د اقتصادي ودې ته زياته پام لرنه اوکړی شي.

د روان کال شرو کېدو سره د پاکستان په خزانه کې د خارجه کرنسۍ کچه ۴۲٪ غورځېدلې ده چې وس پکې يواځې څه کم اته اربه ډالرې پاتې دي.

سعودي عرب څو ورځې وړاندې پاکستان سره د شپږ اربه ډالرو مرستو ژمنه کړې وه چې پکې به درې اربه ډالرې د پاکستان په خزانه کې اچوي او د درې اربو ډالرو به پاکستان ته په ارزانه بيعه تېل ورکوي خو څيړونکي وايي دغه به د پاکستان ضروت ختم نه کړي او که چين ورسره پوره پوره مالي مرستې اونه کړې نو د سعودي عرب د مرستو باوجود به پاکستان بيا هم د نړيوال مالياتي فنډ يآ ايې اېم اېف نه، هم د هغوي په شرطونو نور قرض اخلي چې د تېر اخستل شوي قرض قسطونه په وخت د ورکولو جوګه شي، او که داسې وشي نو دا به د کال ۱۹۸۰ رهسې ۱۳م ځل شي چې پاکستان به د ايې اېم اېف نه قرض واخلي.