د ډيورنډ کرښې دواړو خواؤ ته يو بله خونړۍ ورځ، د ۶۰ نه زيات کسان وژل شوي.

په پاکستان او افغانستان کې په بېلا بېلو ترهګر بريدونو کې لږتر لږه ۶۳ کسان وژل شوي او سلو ته نزدې نور ژوبل دي.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع اورکزو په کلايا بازار کې شوې يوځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او د ۴۰ پورې نور ژوبل دي.

چارواکي وايي دغه ځانمرګي بريد د کلايا په بازار کې په يوه مېله کې ترسره شوې ده. دغلته په ګڼ شمېر کې خلک موجود وو.

د پولې پورې غاړه دافغانستان جنوبي خوست ولایت کې د افغان عسکرو په يو جومات کې هم چاودنه شوې چې پکې د نهه عسکرو په شمول لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

چارواکو ويلي چاودنه د لیوا په مسجد کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې امام د جمعې خطبې ویلو لپاره پورته شو.

د خوست والي ویاند طالب منګل له ډیوې سره په خبرو کې ويلي په مرګ ژوبله کې زياتوالې راتلی شي.

دپیښې مسئولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی .

د شورو يآ چهارشنبې په ورځ په کابل کې په يوه مذهبي غونډه شوي ځآنمرګي بريد کې هم ۵۵ پورې تنان وژل شوي وو.

د پاکستان په لوي اقتصادي ښار کراچۍ کې د چين د قونصلګرۍ مخې ته په چاؤدنه او بیا ډزو کې دوه عام ملکي وګړي، دوه پوليس او درې ترهګر وژل شوي او يو بل ساتونکی هم ژوبل شوی دی.

پوليس وايي په ځوابي عملياتو کې درې واړه بريد کوونکي ترهګر وژل شوي دي. چارواکي وايي په حمله کې د قونصلګرۍ ټول کار کوونکي بچ دي.

د دغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتون خوښه ډلې (بلوچ لبرېشن فرنټ) د ټوېټر د لارې منلې ده. د آزادو سرچينو نه د دغه ټوېټر اکاونټ سپيناوی نه دی شوی د کوم نه چې د دغې پېښې د پړه منلو ټويټ شوی.

د ډيورنډ د پولې داواړو خواؤ ته په زياتېدونکي تشدد باندې ځايي خلک اندېښمن دی او په سوشل مېډيا د نوي بريدونو په اړه بېلا بېل غبرګونونه څرګند شوي دي.