د یمن جګړې ختمولو لپاره په سویډن کې خبرې پیل شوي

د یمن په روانه جگړه کې ککړو ډلو په سویډن کې د خبرو اترو نوی پړاو پېل کړی چې مقصد ېې د څلورو کالو نه روانه جگړه ختمول دي چې له امله ېې د دغه هیواد خلک د لوږې یا قحط سره مخ کېدو ته نژدې شوي دي.

د ملگرو ملتونو په منځگړتوب دا خبرې اترې نن د سویډن ښار رمبو کې شروع شوي. دغه خبرې اترې سعودي ملاتړ لرونکي یمني حکومت او د ایران پلوه حوثي یاغیانو ترمنځه په تېرو دوو کالو کې لومړۍ نېغ په نېغه خبرې اترې دي.

د سویډن دا خبرې په داسی وخت ترسره کیږي چې په یمن کې بد ترینه انساني بحران په سر د نړۍ لخوا سخت غبرگون مخې ته راروان دی.

په واشنگټن کې د څېړنیزې ادارې مډل ایسټ انسټیټوټ سره کار کونکی ظفر اقبال وي او ای سره د خبرو په وخت ویلي، سعودي عرب دې خبرو اترو ته ځکه مجبوره شو چې د امریکا سینټ په استنبول کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په ردعمل کې سعودي عرب لپاره امداد وتړلو.

یمن لپاره د ملگرو ملتونو خصوصي استاذی مارټن گرفتهس ویلي، د خبرو اترو په اېجنډا کې د صنعا مهم نړیوال هوايي ډگر کنړول ترلاسه کول، عامو خلکو ته د بشري مرستو ترلاسه کیدل، بندیان خوشي کول، په خپلو کورونو کې نظربند کسانو او د واک د شریکولو په اړه ممکنه تړون لاس لیک کول شامل دي.

د یمن په جگړه کې ککړې دواړه ډلې تیره ورځ د زرگونو په شمېر کې د بندیانو په خوشي کولو هم سلا شوي.

ښاغلي گرفتهس ویلي، د مذاکراتو په شروع کې به د بندیانو په خوشي کولو سره په زرگونو کسان د خپلو کورنیو سره یو ځاېې شي. د سور صلیب نړیوالې ادارې ترمخه د خبرواترو وروسته به نژدې ۵۰۰۰ بندیان خوشي کړی شي.

د ملگرو ملتونو استاذي مارټن گرفتهس په سټاک هوم کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د یمن مخالفه ډلې د خبرو اترو مېز ته راوستل یو مهم ګام دی.

په یمن کې د دریو کالو نه زیات وخت راهسی شروع جگړی لا امله په زرگونو خلک وژل شوی او د پېنځه لکو نه سېوا بې کوره شوي دي.

په دغه هیواد کې د هېضې بدترینه وبا خوره شوې او نژدې څوارلس لکه یمني وگړي د لوږې یا قحط سره مخ کېدو ته مخامخ دي.

په یمن کې دا جگړه په کال ٢٠١٥ کې هغه وخت پېل شوه کله چې د ایران ملاتړ لرونکی حوثي یاغیانو د یمن سرښار صنعا کنړول ترلاسه کړو او د یمن حکومت ېې ړنگ کړو. د دغې وروسته د سعودي عرب په مشرې کې جوړ اېتلاف د یمن حکومت بیا پرځاې کولو لپاره په دغه هیواد کې مداخلت وکړو.

د ملگرو ملتونو د خواراک نړیوال پروگرام یا ورلډ فوډ پروگرام مشر ویلي په یمن کې نژدې دولس ملینه خلک د سختې لوږې سره مخ دي. ښاغلي گرفتهس ویلي هره میاشت د ملگرو ملتونو خواراک پروگرام ٨ ملینه خلکو ته امداد وړاندې کوي خو په لکونو نور خلک خواراک ته رسايي نه لري.