پښتانه مترقي لیکوال ادبي ټولنې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د پښتونخوا د مرکزي پېښور په ګډون د دې صوبې په نورو سیمو او د بلوچستان په پښتني سیمو کې د نورو ادبي فعالیتونو تر څنګ پر بېلابېلو ادبي، علمي، سیاسي او تاریخي موضوعاتو د لیکچرونو لړۍ پیل کړې ده.
د بلوچستان په کلاسیف الله سیمه کې هم دې ټولنې له څو اوونیو راهیسې د لیکچرونو لړۍ پیل کړې، چې د ادب او تاریخ د څانګې پوهان پکې د پښتنو پر تېر شپږ سوه کلن تاريخ ویناوې کوي او په لسګونو ځوانان یې اورېدو ته ورځي.
وروستۍ غونډه یې د پښتنو د نومیالي شاعر خوشال خان خټک د ادبي او سیاسي مبارزې په اړه وه. دا غونډه د "د خوشحال خاني تحریک تاريخي او سياسي شاليد [پس منظر]" تر عنوان لاندې د دسمبر په 8مه وشوه، چې ګڼ شمېر ځوانان پکې ګډون کړی وو.
د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبياتو د څانګې استاد پوهاند ډاکټر برکت شاه کاکړ په دې غونډه کې د خوشال بابا د ژوند پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او هغه یې د پښتنو په تاريخ کې ستر قهرمان، ننګيالی، جنګيالی، ستر شاعر او مفکر وبله:
"خوشال بابا پښتونولي تر بل هر چا ښه را پېژندلې ده، د یو تکړه کس شل خویونه یې په ډېره ښه توګه بیان کړي دي، د ده ایډیل [ننګیالی] چې را واخلې په هغه کې یې د پښتونولۍ کړه وړه ډېر په ښه توګه بیان کړي دي".
د کلاسیف الله اوسېدونکی، د پښتانه مترقي لیکوال صوبایي مرستیال مشر محب الله شيراز وایي، له تېرو دوو اوونيو یې د ليکچرونو لړۍ پيل کړې ده، له څورلسمې بيا تر يوويشتمې پېړۍ چې د پښتنو کوم پاڅونونه او قامي تحريکونه شوي دي، غواړي هغه نوي نسل ته ور وپېژني:
"د پښتنو تحریکونه که ادبي اړخ لري او که سیاسي اړخ هغه را برسېره کول غواړو، زموږ کوشش دا دی چې د پښتانه مترقي لیکوال له لارې ادبي او سیاسي کار څنګ پر څنګ پښتنو ته په تاریخي تناظر کې وړاندې کړو".
ډاکټر برکت شاه د پښتنو روانو حالاتو ته په کتو سره وويل، چې د پښتنو د خلاسون لاره د خوشال بابا په فکر او مبارزه کې پټه ده، ځکه چې وایي هغه پخپله شاعري کې پښتانه تل یووالي ته را بللي دي:
"خوشال بابا پخپل یو بیت کې وایي: }ولسونه چې سند وبله وکا: باچاهان ورته سجود کاندي اختيار{، موږ هم دا وايو کله چې ولسونه سره يو شي، تر منځ يې د قبایليت خونړي سرحدونه ختم شي، پښتانه د ملت په هغه سانچه کې ويلې شي او خپل بنیادي تشخص او شناخت د پښتونيت او افغانيت په ډول و پيژني هملته به د پښتنو خلاسون وي".
ډاکټربرکت شاه وايي خوشال بابا د پښتنو د يووالي او پاڅون لپاره له 1672م کاله د پښتنو هر کلي او هر کور ته تللی وو او له مغولو سره د جنګ تر څنګ یې د خپل زوی بهرام خان په ګډون د هغو پښتنو خلاف هم علمي مباره کوله، چې د مغولو لاسپوڅي وو.
خوشال بابا په خپل يوه شعر کې ځان تر قام او وطن جاروي او داسې وایي:
چې جامې يې پاته نه شي مرده شوی ته
خدايه! ورکړې و خوشال هسې رحلت
خوشال بابا په 1613م کال کې د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زېږېدلی، د شهباز خان زوی، د ملک يحیی خان لمسی او د ملک اکوړي کړوسی وو.
د ډاکټر برکت شاه په وینا خوشال بابا په 13 کلنۍ کې په لومړي ځل په یوه قبایلي جګړه کې برخه واخيسته، په 1631م کال کې يې لومړی واده شوی دی. پلار یې په 1641م کال کې وژل شوی، چې هغه وخت د خوشال بابا عمر 31 کاله وو. له 1641م کال بيا تر 1691م عيسوي پورې خوشال بابا د خټکو د قبيلې مشر پاته شو.