کوټه ــــ د بلوچستان صوبایي حکومت د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سیپېک) د لویې لارې د پرمختیايي پروژې په اړه اندېښنې لري او وایي چې د دې منصوبې پر غربي لاره هیڅ کار نه دی شوی.
د صوبې وزیراعلی جام کمال وایي، یواځې دوې پروژې د ګوادر بندر او د حب سیمې د بجلۍ پروژه منظوره شوې ده، چې وایي دا هم د بلوچستان د عادي خلکو لپاره ګټه نه لري.
د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان وویل چې د کابينې په غونډه کې د چین او پاکستان اقتصادي لارې د پرمختیايي منصوبو په اړه چې کوم معلومات ورکړل شوي دي، پر دې باندې ډېر سخت حيران دی او حکومت یې پر دې باندې سنجیده اندېښنې لري.
وزیراعلی وایي د سیپېک په ټولو پروژو کې د بلوچستان برخه ډېره کمه ده، له ګوادر پرته پر دغه پروژه باندې کار هم نه دی شوی:
"له اقتصادي راهداري څخه څه ځانګړي نه بلکې هیڅ مو هم نه دي تر لاسه کړي، دا صحيح ده چې يو د اوبو بندر جوړ شوی دی، خو دلته د عادي وګړو په ژوند کې بدلون نه دی راغلی".
وزیراعلی جام کمال وایي، د پاکستان د مشترکه مفاداتو کونسل دي د بلوچستان د ستونځو حل ولټوي:
"د اوبو ستونځه زموږ په لومړيتوبونو کې ده چې په کوم ځای کې د اوبه ستونځه حل نه شي نو هلته به ابادي هم نه وي".
وزیراعلی وایي د صوبې د ګټو په اړه یې له مرکزي حکومت سره خبرې کړې دي. وایي د کابینې په غونډه کې یې دا څرګنده شوه، چې په تېرو څلورو کالو کې د چین- پاکستان د اقتصادي لارې پر منصوبه يو ارب ډالر لګېدلې دي:
"په دې منصوبه کې د بلوچستان د بجلۍ د پلانټ يواځې 20 کروړه روپۍ شاملې دي، نور نو د سیپېک پر غربي لاره باندي هیڅ پرمختګ نه دی شوی، په دغه پروژه کې د بلوچستان برخه يواځې 9 فيصد ده چې د 5 اربو 80 کروړه ډالرو برابر دي".
جام کمال خان وویل، د کابينې په غونډه کې دا څرګنده شوه چې بلوچستان دا وخت د 700 مېګاواټ بجلۍ له کمي سره مخ دی او د اقتصادي راهدارۍ د انرجۍ پروژوې له مرکزي ګرېډ سره نه دي تړل شوې او مکران ډیويژن هم په دې کې نه دي شا مل.
د بلوچستان کابینه وایي، تېر مرکزي حکومت د خوشاب، سوراب او بسيمې سیمو لويې لارې د اقتصادي راهدارۍ یا سیپېک د پروژې غربي برخه څر ګنده کړې وه خو هغه هم په دې کې نه دي شاملې.
وزیراعلی غوښتنه وکړه، چې د بلوچستان لویه برخه باید د سیپېک په ارزښتمنه پروژه کې شامله وي او ویې ویل، کېدای شي په روانه ميا شت کې په چين کې د سیپېک په اړه یوه مهمه غونډه وشي، چې د بلوچستان صوبایي حکومت به په دغه غونډه کې برخه واخلي.