دپاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جماعت اسلامیمشر سراج الحق ویلي دپاکستان حکومت ته یې مشوره ورکړې ده چې په افغانستان کې د یوې ډلې پځائ باید دټول افغان ولس ملګرتیا وکړي.
په کوټه کې وائس اف امریکه ډيوه سره په خبرو کې د جماعت اسلامي پاکستان مشر سراج الحق وويل چي "له پخوا مي د پاکستان حکومت ته دا مشورہ وہ چي په افغانستان کښې امن راشي دا د پاکستان په ګټه ده ،حکومت ته مې څو ځل ويلي چي په افغانستان کې کومي ډلې یو له بل سرہ په جګړه اخته دي ھغه پر یو میز کښېنوي"
سراج الحق وويل” د افغان ولس خوشحالي زمونږ خوشحالي دہ او دھغوی تکلیف زمونږ تکلیف دی ډیرہ د افسوس خبرہ دہ چي دومرہ مودې تیرې شوې، درې نسلونه په جنڰ کښی ختم شو ، امن نه راغلو”
نوموړي زیاته کړه نور په افغانستان کې د نوی نسل په لاس کښې قلم،کتاب پکار دی،لائبریری آبادول پکار دي .
هغه وویل څنګه چي د نړی نورو قومونو پر سپوږمۍ قدم ایښۍ دی او مریخ ته روان دي باید د پاکستان او افغانستان خلک ھم د امن په ماحول کښې د ترقی پر لور راون شي ، او دا به ھغه وخت کیږی چی کله ټول پر یوہ میز کښیني او سوله وکړي.
پاکستان کې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو اؤ د پښتنو سیاسي مشرانو د یووالي په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي سراج الحق وويل "دلته مسلې یواځې د پښتنو نه دي، دبلوڅو، سندھيانو او د پنجاب غریب اولس ته هم مسئلې ورپيښې دي ، په کراچۍ کښې ډیرې مسئلې دي.
هغه وويل چي د خېبر پښتونخوا او بلوڅستان مشرتابه ته دا مشوره ورکوم چي د ټول پاکستان خبره دې وکړي ، که پاکستان پر مختڰ وکړي نو خېبر پښتونخوا او بلوچستان به ھم ترقی وکړي او که د پاکستان بېړۍ چپه وه نو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان بیړۍ به ھم چپه وي۔
دجماعت اسلامي مشر وويل د یو محدود فکر پر ځائ بايد د دوہ ویشت کروړہ انسانانو غم وکړو نو هله به کامیاب شو.