خلیلزاد: د عربي اماراتو غونډه به د افغانانو تر منځ خبرو ته لاره هواره کړي

د کابل او اسلام اباد حکومتونو تر اوسه په رسمي توګه د امریکا او طالبانو د وروستیو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان او پاکستان کې سیاسي څېړونکي د قطر او ابوظبۍ وروستۍ ناستې د افغان سولې لپاره ګټورې ګڼي.

واشنګټن ډي سي ـــ په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د عربي اماراتو په کوربتوب په ابوظبۍ ښار کې د طالبانو او افغان حکومت له پلاوي سره تر خبرو وروسته نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او هغوی ته یې د دغو خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "له پاکستاني مشرانو سره مې ولیدل چې هغوی ته په عربي اماراتو کې زموږ د ناستو په اړه معلومات ورکړم. نن شپه به په کابل کې له افغان مشرانو سره هم په دې اړه ناستې ولرم".

د وام په نوم د اماراتو سرکاري خبري ایجنسۍ لیکلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرو دوو ورځو په خبرو کې د طالبانو د پلاوي په ګډون د سعودي عربستان او پاکستان استازو هم ګډون کړی وي. وام دغه غونډه ګټورې ارزولې او لیکي چې د ټولو اړخونو لپاره به مثبتې نتیجې ولري.

زلمي خلیلزاد پخپله هم دغه خبرې ګټورې ګڼلې دي او د دې غونډې په کوربتوب یې د عربي اماراتو ستاینه کړې ده:

"په عربي اماراتو کې مو له افغان او نړیوالو ګډونوالو سره په دې مقصد ګټورې ناستې وشوې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته لاره هواره شي".

زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره هم لیدلي دي. د پوځ ویاند آصف غفور پر ټویټر لیکلي چې باجوه او خلیلزاد د سیمې د امنیت، د افغان سولې د بهیر او په هغه کې د پاکستان پر هڅو خبرې کړې دي:

"خلیلزاد د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان هڅې وستایلې او د پوځ مشر هم په ټینګار سره وویل چې په افغانستان کې امن د پاکستان لپاره مهم دی او هغه ته یې باور ورکړ چې په سیمه کې د امن او ارامۍ لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي".

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له امریکایي استازو سره په لیدنه کې یې د خبرو تمرکز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر ایستلو وو، خو ورسره یې په افغانستان کې له طالب بندیانو سره د ښه چلند او د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه هم کړې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، چې د ابوظبۍ په غونډه کې پر اوربند، لنډمهالي حکومت، انتخاباتو او له افغان حکومت سره پر مذاکراتو خبرې نه دي شوې.

د کابل او اسلام اباد حکومتونو تر اوسه په رسمي توګه د امریکا او طالبانو د وروستیو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان او پاکستان کې سیاسي څېړونکي د قطر او ابوظبۍ وروستۍ ناستې د افغان سولې لپاره ګټورې ګڼي.

زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی تر اوسه یې له طالبانو سره په قطر او ابوظبۍ کې درې ځله ناستې شوې دي او تمه ده چې راتلونکې ناسته به د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې وي خو نېټه یې نه ده ټاکل شوې.