سیاستوال او وکیلان وایي قاضي ثاقب نثار تر عدالتي چارو په سیاست کې زیاته لاسوهنه کوله

اسلام اباد + پېښور ـــ د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي جسټس ثاقب نثار د خپلې چوکې نه ريټايرډ کيږي او هغه د هېواد د تاريخ لومړی قاضي دی چې د عدالتي پرېکړو نه زيات د غيرعدالتي فعاليتونو لپاره په ياد ساتل کيږي .

د سپريم کورټ د مشر قاضي په حیث هغه د ممکنه انصاف ورکولو تر څنګ داسې ګامونه هم پورته کړي چې د قانون پوهانو، د بشري حقونو د فعالينو او سياستوالو په نظر نېغ په نيغه په حکومتي يا انتظامي چارو کې مداخلت کول وو.

په دغو ګامونو کې د بهاشا ډېم جوړولو دپاره چندې راټولول، د تجاويزاتو په ضد عمليات کول، د سياسي او نورو وتلیو کسانو نه سيکیورټي بيرته اخیستل او تېر په تيره د هېواد په ابادۍ قابو موندل شامل دي.

که يو خوا ښاغلي ثاقب نثار په مهمو مقدمو کې په خپل سر د نوټس اخیستلو لاره خپله کړې وه نو بلې خوا ته د هغه په دور کې په سپريم کورټ کې دننه د ځنډ ښکار مقدمو شمېر هم د کمېدو پر ځای سېوا شوی دی.

دغه اړخ د هېواد د بشري حقونو د خپلواک کمېشن (ايچ آر سي پي) پام هم ور اړولی او وايي چې په 2013م کال کې د سپريم کورټ د چيف جسټس جوړېدو را په دې خوا په سپريم کورټ کې د ځنډ ښکار مقدمو شمېر سل فيصده سېوا شوی دی.

سياستواله او ټولنيزه فعاله بشرٰی ګوهر وايي، د هغې په اند يو قاضي ته د سیاسي فعاليت پر ځای د قانون لاندې پرېکړې کول پکار دي خو هغه د خپلو اختياراتو نه په سرغړونې کولو په هېواد کې دننه جمهوري قدرونو او وفاق ته سخت زيان رسولی دی.

بشرٰی ګوهر وايي، بل دا چې د عدالتي اصلاحاتو کوم کار ورته پروت وو هغه یې نه دی کړی او نه یې ورته پام کړی دی، تش د ډېمونو جوړولو خبرې یې کړي او د ډېم په نوم یې چندې را ټولې کړي چې وایي دا له سره د هغه کار نه وو.

ويل کيږي ښاغلی جسټس ثاقب نثار د سپريم کورټ د پخواني مشر قاضي افتخار چودري نه پس لومړی قاضي وو چې د ازخود نوټس تر ټولو زيات استعمال یې کړی او په دې کال یې په انتظامي چارو کې مداخلت کړی دی.

د سياسي چارو شنونکی ډاکتر اعجاز خټک وايي، د مشر قاضي ثاقب نثار فعاليت عدالتي فعالیت نه وو بلکې دا په نورو چارو کې د مداخلت په معنا وو.

د ټولنيزو اړيکو په ويبپاڼه تويټر باندې هم نن د سپريم کورټ د مشر قاضي ثاقب نثار د نوم ټرينډ په سر کې چليږي او د "عدل کا دلال چلا ګيا" ټرينډ لاندې يوه ښځه سومېرا راجپوت ليکي:

"جسټس ثاقب نثار په ښکاره د سياستوالو، مېډيا او سرکاري چارواکو سره سخته رويه خپله کړې وه خو د هېواد د طاقتوره ایسټېبلشمنټ سره د هغه په چلند کې کوم فرق نه ليدلی کېده".

قانوني ماهرين وايي چې د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي ميا ثاقب نثار په داسې وخت کې د خپلې څوکۍ نه ريټایر کېږي چې په هېواد کې په داسې مهمو مقدمو باندې کار سر ته نه دی رسېدلی چې د عام ولس او د ملکي ادارو په ګټه دي.

د پېښور هايکورټ وکيل فضل خان اېډوکېټ وي.او.اې ډيوه ته وويل، چيف جسټس ميا ثاقب نثار د ځینو پېښو او ستونځو پر وخت او سم ځای کې سوموټو نوټسونه اخيستي دي خو ځینې مهم کېسونه داسې وو چې هغه يې نظرانداز کړي دي.

بل خوا فضل خان اېډوکېټ د نقيب الله مسود د وژنې په کېس کې د ميا ثاقب نثار له عدالتي ذمه دارۍ نه دی مطمئن. نوموړی وايي چې د عدالت د فیصلو اغېز په ټوله معاشره وي.

د سپريم کورټ وکيل او سياستوال لطيف اپريدی په دې نظر دی چې چيف جسټس ميا ثاقب نثار ځینې مهم کېسونه سر ته نه دي رسولي.

لطيف ایريدي زياته کړه چې د ايف سي آر قانون تر ختمېدو وروسته د قبايلي سيمو لپاره په فاټا کې د منځمهاله حکومت قانون (ایف آی جي آر) نافذ کړل شوی وو، هغه چيف جسټس ثاقب نثار ختم کړ، خو کوم عدالتي نظام چې په پخوانۍ فاټا کې جوړول پکار وو د هغه دپاره يې د ډاډ وړ ګامونه پورته نه کړل.

د يوې انګريزي ورځپاڼې خبريال اختر امين وينا ده چې کوم کېسونه د ميا ثاقب نثار په وخت کې نه دي فیصله شوي نو اوس به د خلکو نظر رتلونکي چيف جسټس ته وي چې هغه تر څومره حده په دغو کېسونو باندې کار کوي.

ميا ثاقب نثار د چيف جسټس په څوکۍ د نواز شريف د نااهلۍ، مذهب ته د آسيه بي بي د سپکاوي او د زینب د جنسي تېري غوندې د مهمو کېسونو فېصلې هم کړې دي، چې پکې د آسيه بي بي د کېس فيصله تر ټولو ګرانه او په نړیواله کچه ستايل شوې فیصله ده.