بلوچستان: په لورالای کې د پرونۍ پېښې په ضد احتجاجي پرلت پیل شوی

واشنګټن ــــ د بلوچستان په لورالای سیمه کې د پرونۍ پېښه په ضد نن په دې ښار او کلاسیف الله کې د تاجرانو او سیاسي ګوندونو له خوا کاربندیز شوی او د پښتون تحفظ موومنټ له خوا احتجاجي ناسته پیل شوې، چې د سیمې تاجرانو او سیاستوالو یې هم ملاتړ کړی دی.

په دې سیمه کې پرون درې تنو وسلوالو د پولیسو د ډي آی جي په دفتر وسلواله حمله کړې وه، چې د پوځ د اطلاعاتو د دفتر ای ایس پي آر د اعلامیې له مخې د 3 پولیسو په ګډون 9 تنه پکې وژل شوي او د دوولس پولیس عسکرو په ګډون 21 پکې ژوبل شوي وو.

د لورالای بازار په منځ کې پیل شوې احتجاجي ناستې ته اکثرو ویناوالو په دې ښار کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې د امنیتي ادارو ناکامي وبلله او غوښتنه یې وکړه چې نور باید داسې پېښې تکرار نه شي. احتجاجي ناستې ته په وینا کې د رضا محمد ناصر په نوم یو تن وویل:

"د دې ترهګرۍ ذمه وار څوک دي؟ که ته [امنیتي ادارې] نه یې موږ ته یې را وښیه موږ به یې یو حل وباسو، ته خبر هم نه یې او پل هم تر ځان نه تېروې".

د سه شنبې- ګل د ورځې په پېښه کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم نن په لورالای (بوري) ښار کې تر سره شوي، چې د پوځي او حکومتي چارواکو په ګډون د سیمې خلکو پکې ګډون کړی او وروسته د دغو کسانو مړي په لورالای، کلاسیف الله او جعفراباد سیمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په لورالای کې د ترهګرۍ د پېښو په ضد د کلاسیف الله احتجاجي مظاهره.

د لورالای احتجاجي ناستې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال غړي محب الله شېراز وویل، چې د پښتنو په سیمو کې پرله پسې د ترهګرۍ پېښې کېږي خو پلټنې ته یې یواځې کمېشنونه جوړېږي او قاتلین ازاد ګرځي:

"اوس به بیا څو سرکاري کسان راشي او وبه وایي چې موږ ستاسې غوښتنې منو، یو کمېشن به جوړ کړو او بیا به قاتلین ونیول شي، موږ هیڅ امید نه ځنې لرو".

د لورالای د پرونۍ پېښې له کبله نن په دې ښار او ورڅېرمه کلاسیف الله سیمه کې ماتمي فضا وه او د دواړو سیمو کاروباري مرکزونه تړل شوي وو. د لورالای د احتجاجي ناستې تر څنګ په کلاسیف الله سیمه کې هم د پروني برید په خلاف احتجاجي مظاهره شوې ده چې سلګونو خلکو پکې ګډون کړی دی.

د لورالای د پروني برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې وه او ویلي یې وو چې دا برید یې د شمالي وزیرستان د خیسور او د پنجاب د ساهیلوال پېښو په غبرګون کې کړې ده.

دې پېښې ته پر ټولنیزو رسنیو هم خلکو بېلابېل غبرګونونه څرګند کړي دي. د سیاسي چارو څېړونکي ډاکټر خادم حسېن پر خپل فېسبوک لیکلي، چې د ترهګرۍ داسې پېښې له ولس نه د واک اخیستو د تګلارې لړۍ ښکاري:

"ددې تګلارې تر مخه وړومبی یو علاقه کې د توندروه فکر بیانیه خوره کړی شي، بیا د هغه لپاره مرکزونه خلاص کړی شي، بیا ټولنیزه مشرتابه او د سول انتظامیې لاندې کار کوونکي د قانون د نفاذ ادارو یعنې پولیس باندې ګوزارونه وشي. له دې سره دوه کاره وشي. یو غاړې ته ټولنیز تشوالی پیدا کړی شي او بلې غاړې ته په ولس کې د ویرې زړه ماتوونکی احساس پیدا کړی شي. ددې په نتیجه کې ولس ټولنیز واک بایلي او د خپلمنځي فیصلو اختیار ټوپکسالارانو ته حواله کړي، چې د ولس قوت ارادي ماته کړی شي نو بیا سیکیورټي ادارې په حرکت کې راشي او د پوځي عملیاتو له پیل کېدو سره ولس کډوال کړی شي".

د بلوچستان د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې د پېښې له ځایه شواهد را غونډ کړي او وایي چې درې ځانمرګي واسکټونه یې هم تر لاسه کړي دي، چې وایي له اوو تر اتو کیلوګرامه چاودېدونکي مواد پکې کارول شوي دي، همدارنګه یې لاسي بمونه او د ګولیو تولۍ هم موندلې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان، صدر عارف علوي او د بلوچستان وزیراعلی جام کمال د لورالای پرونۍ پېښه غندلې او د پولیسو د جوابي برید ستاینه یې کړې ده.

په تېرو دوو میاشتو کې په لورالای سیمه کې پرله پسې څلور پېښې شوې دي او د سیمې خلک اندېښنه لري چې کېدای شي د ترهګرۍ جګړه اوس دې سیمې ته ور لېږدول کېږي. د جنورۍ په لومړۍ نېټه هم د دې ښار پر پوځي چاوڼۍ وسلوالو برید کړی وو، چې څلور امنیتي پوځیان او څلور وسلوال پکې وژل شوي وو او ذمه واري یې وسلوالو طالبانو منلې وه.