شاعر پروفیسر ارمان لوڼی په کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد وو

واشنګټن ــــ ارمان لوڼی چې اصل نوم يې ابراهيم ارمان وو د بلوچستان د زيارت ضلعې په سنځاوۍ سیمه کې پیدا شوی وو، خو بنیادي تعلق یې د دوکۍ له لوڼي څمالنګ سره وو.

ارمان لومړۍ زدکړې په سنځاوۍ سیمه کې کړې وې او وروسته يې ماسټري په پښتو ادبياتو کې د بلوچستان پوهنتون له پښتو څانګي څخه وکړه.

هغه د بلوچستان پبلک سروس کميشن تر ازموينې وروسته د بلوچستان په کالجز سيکشن کې د پښتو ادب استاد ټاکل شوي وو. نوموړی اول په سنځاوۍ زيارت او وروسته په موساخېل او اوس بيا د کوټې ښار په ډګري کالج کې د پښتو ادب درسونه ورکول.

ارمان لوڼي سياسي فعالیت د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د زده کوونکو له سازمان پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن څخه پیل کړی وو او د ملتپالنې په دغه سياست کې د دې تنظیم د ضلع زيارت سينېر معاون سيکرټري هم پاته شوی وو.

د 2018م کال په فبرورۍ میاشت کې چې پښتون تحفظ موومنټ فعال شو نو ارمان يواځې ځان نه بلکې خپله خور وړانګه لوڼۍ يې هم د پښتنو د حقونو غوښتنې په دغه سازمان کې فعاله کړه، چې دا وخت د دې تحریک مهمه فعاله ښځینه غړې ده.

36 کلن ارمان پینځه خویندې او درې نور وروڼه لري چی پکې ارمان تر ټولو مشر وو او و‌ړانګه تر ټولو کشره ده. ارمان لوڼی واده کړی وو او د 3 لوڼه هم لري.

ارمان لوڼي اوس هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن فعال غړی وو. ورسره يې د ادب په څانګه کې هم کار کاوه، خپله يې هم شاعري کوله او خو د ارمان ملي مترقي سياسي فکر هغه دومره تکړه ساتلی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هرې مظاهرې او جلسې ته به یې ځان رساوه او د ځان سره يه نور ملګري او ځوانان هم فعال ساتلي وو.

له دې سره سره په ادبي غونډو کي هم فعال وو او د شعر شاعري سره يې هم مينه درلوده، د مترقي لیکوال تنظیم غړی هم وو او په دغه لړ کې به د خيبر پښتونخوا او بلوچستان پښتون مېشتو بېلابېلو ضلعو ته د ادبي غونډو لپاره سفرونه هم کول او له پښتو ژبې سره يې ډېره مينه درلوده.

که څه هم ارمان په کراچۍ کې تېر کال د احتجاج پر وخت رېنجر پولیسو ونيو او هغه ته ګواښونه کېدل چې له دغه کاره لاس واخلي خو ارمان به په خندا ويل "د مرګ ورځ معلومه وي" نو يې هغوی ته هم داسي ځواب ورکړی وو.

د ارمان ملګری چې نه غواړي نوم یې ښکاره کړو وایي، يوه ورځ يې ماته ويل چې په کراچۍ کې پولیسو پورته کړم نو يې سترګې را پټې کړې او راته يې په پښتو کې ويل چې دا کار ولې نه پرېږدي، ما ورته د خاطر اپريدي دا شعر ووايه:

خوله رانه خاطر په تشه خوله غواړي

خلک پرې تېر شوي له سرونو نه

نو د امنیتي ادارې دغه عسکر چې پښتون وو دا شعر يې ډېر خوښ شو او ويې ستايلم.

د ارمان ملګری وایي، د پي ټي ايم ‌تر غړیتوب وروسته ورته ډېر ګواښونه وو خو ده نه یواځې خپله مبارزه پرېنښوه بلکې خپله خور یې هم پخپله مبارزه کې له ځانه سره ملګرې کړې وه.