د امريکې د فلوریډا ايالت د نوي قانون تر مخه، د ښپږ اونۍ په حمل ضایع کولو پابندي ده. په امريکا کې د 2024 صدارتي ټاکنو په کمپاين کې ډونالډ ټرمپ د رياستونو د قانون ملاتړ کوي خو صدر جو بايډن بيا وايي دا د ښځو ژوند په خطر کې اچوي. د وايس اف امريکا د خبريال سکاټ سټارنرز رپوټ درته کلثوم کاکړ وړاندې کوي
په مسلمان اکثريتي هيواد پاکستان کې له عيسویانو سره اکثره وخت توپيري چلند کېږي سيسټر زيف په اووم ټولګي کې وه چې د استاذانو ناسم چلند هغه د سکول پرېښودو ته مجبوره کړه.
د هند د همالیه په غرنۍ ښکلې سیمه کې د ځایي رضاکارانو یوه ډله د غره لمنې پاکوي او خلکو ته د چاپیریال ساتنې په اړه پوهه ورکوي. د همالیه غرونه د خپل ښایست او قدرتي ښکلا له کبله د سېلګرو د خوښې ځای دی. خو سېلګر هلته له تلو وروسته د کچرو ډیرانونه هم پریږدي چې د سیمې ښایست ورسره خرابېږي.
د افریقا په چاډ نومي هېواد کې د ګرمۍ د زیاتوالي او د اوبو د کموالي له امله د سیمې خلک او بزګر له ډول ډول ستونزو سره مخ دي. د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تېره میاشت وينا کونکو له غړو هېوادونو څخه غوښتي و چې د موسمي بدلون له امله د رامنځ ته شوي امنیتي ګواښ د مخنيوي لپاره زيات کار وکړي.
د سويلي افريقا په کېپ ټاون کې په خېمو کې د ژوند کونکو بې کوره خلکو په اړه قانوني جګړه روانه ده. د ښار چارواکي ډاډه دى چې دا قضیه به وګتي او په سړکونو، د پلونو لاندې او په تاريخي ځايونه کې د نېزدې 300 کېږدیو یا خيمو د له منځه وړولو پروسه به پيل کړي. بشري حقونو کارونکي دا نا ممکنه بولي.
د امریکا په مېريلېنډ ایالت کې د یو کور مالکانو د اېچ او اې د وینا پرضد د شین کبل پرځاې مقامي بوټي او ګلونه لګولي. دغه خبره بیا ځايي بورډ ته وړل شوی چې فیصله یې د مالکانو په حق کې راغلې او په مېريلېڼد کې موجود قانون هم بدل شوی. دغه لانجه څه وه؟ حال یې کلثوم کاکړ وړاندې کوي.
په ترکیه کې د صدر اردوان مخالفه کاندید کمال قلیچدار اوغلو د قامپرسته ترکانو رایو ترلاسه کولو لپاره د کډوالو پرضد او د سخت امنیت په اړه ویناګانو ته زور ورکړی. په ترکي کې د صدارتي ټاکنو دویم پړاو د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره کیږي. په دې اړه د استنبول نه د وي او ای رپورت کلثوم کاکړ وړاندې کوي.
افغان هنرمند آرین خان وايي، د خپلو هنري کارونو په زیاتولو سره به موسیقي او هنر ژوندی ساتي. په افغانستان کې چې له کله نه طالبان واکمن شوي نو د هېواد ګڼ شمېر هنرمندانو نورو وطنونو ته هجرت کړی.
طالبانو په افغانستان کې موسیقي حرامه ګرځولې خو په موسیقۍ او سندرو مین پښتانه د امریکا په ټکساس ایالت کې د ټنک ټکور او ټوکو ټکالو پروګرام جوړ کړی د دغه کانسرټ په اړه بشپړ حال د کلثوم کاکړ په راپور کې.
په ترکیه کې عدالت د ترکیې د طبي ټولنې مشرې ته د ترهګرۍ د پروپاګند په تور سزا ورکړې.
افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د دوو لسیزو په اوږده جګړه کې د پراخ رول لرلو وروسته، پاکستان سږ کال د بايډن د ملي امنیت سټراټيژي کې ندى شامل.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په صورت کې د امداد حکومتي اداره پې ډې ایم ای وايي زلزلې له قبله په صوبه کې ٢٢٦ کسانو ژوند دلاسه ورکړو چې زیاتره پکې په شانگلا کې وو. پې ډي ایم ای وايي شانگلا کې زلزلې دلاسه ۴٩ کسان مړه شوي دي
د ډیوه خبریالې کلثوم کاکړ سره دوبۍ نه په ټیلې فون خبرو اترو کې د مردان یونس خان وویل د هغه خپل کریئر یو مثال دی چې څه رنگ که چرې پښتانه محنت نه کوي نو د مشکلاتو او مسلو سره مخ کیدی شي