په ترکیه کې د صدر اردوان مخالفه کاندید کمال قلیچدار اوغلو د قامپرسته ترکانو رایو ترلاسه کولو لپاره د کډوالو پرضد او د سخت امنیت په اړه ویناګانو ته زور ورکړی.
په ترکي کې د صدارتي ټاکنو دویم پړاو د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره کیږي.
په دې اړه د استنبول نه د وي او ای رپورت کلثوم کاکړ وړاندې کوي.