له پي ټي ام سره خبرو کولو لپاره یوه مشورتي کمېټه جوړه شوې ده

د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو لپاره د وزير علی سلاکار اجمل وزير ويلي دي، د پښتون تحفظ مومنټ سره د خبرو کولو لپاره د قبايلي علاقو نه ټاکل شویو د قومي اسمبلۍ غړو او د سينيټ ممبرانو په ګډون يوه مشورتې کميټه جوړه شوېده او ياده کمېټه به د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشرانو سره د خبرو لپاره ناسته کوي۔

"دا چې کومه کميټۍ ده دا د ټرایبل ډسټرکټس ايم اين ايز او سينيټرز دي، دا با ورسره کیني چې کومې خبرې دي کوم معملات دي هغه به دا ايډريس کوي"

پېښور وزير اعلی هاؤس کې خبري غونډې تا د اجمل وزير وينا وه دغه کميټې ته مکمل اختيار ورکړل شوې چې د پښتون تحفظ مومنټ غړو سره خبرو وروسته د هغي غوښتنې صوبايي حکومت تا وړاندې کړي۔ د يو سوال په جواب کې هغه دا هم وويل چې کميټي تا نورو ممبرانو شاملولو اختيار هم ورکړې شوې۔

"د صوبې چيف ايګزيکټيو د دغې کميټۍ دا چې کومه کميټي مونږ جوړه کړېده د دغې مشر دې، په دې کې پارليمينټرين دي ايم اينيز دي او د دوي هم دوه ايم اين اينيز دي د پي ټي ايم، هغه هم آئين او قانون مني نو دا ايم اين ايز سينيټرزبا دې ټرائبل ډسټرکټس سره کيني چې کوم مسائل دي په هغې باندې به خبره وشي۔ مونږ مسلې حل کول غواړو"

ستر صحافي حسن خان وايس اف امريکه ډيوه نيوز سره خبرو په مهال وويل د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا داسې کميټي تشکيل کول يو ښه اقدام دې۔

"پښتون تحفظ مومنټ کوم قيادت دې يا د هغې کوم کارکنان دي هغوي هم که ته وګورې نو هغوي هم دغه څيزونه غواړي، هغوي غواړي چې په فاټا يا پښتنه سيمه کې د ترقۍ کار وشي، هلته کې امن راشي، هلته کې پرکسيز که کېږي چې هغه ښه دي که بد دي هغې نا دا علاقه پاکول پکار دي او يو پرامنه ماحول چې راشي چې په هغې کې دا خلق پرامن ژوند تېر کي"

نوموړي زياته کړه چې د پښتون تحفظ مومنټ لخوا د مسلو د حل لپاره حکومت نه کومې غوښتنې شوې دي هغه به د مشورتې کميټي کوششونو سره مثبت نتيجې تا وورسي۔

ياده دې وي چې دې نه وړاندې هم د پخواني ايم اين اې شاجي ګل افريدي په مشرې کې د پښتون تحفظ مومنټ مشرانو سره خبرو لپاره يو جرګه جوړه کړې شوې وه، دغه جرګه د خېبر پښتونخوا د هغه وخت وزير اطلاعات او موجوده ګورنر شاه فرمان او يو شمېر قبايلي مشرانو باندې مشتمل وه، ولي دغه جرګه هم د خبرو اترو روستو بغېر د څه نتيجې ختم شوې وه۔