د بلوچستان د لرغونو اثارو د محکمې لوړ پوړي افيسر (اسسټنټ کيوريټر) جهانزيب ګل بنګش ډيوه ته وويل چي دوی له څلويښت کالو ورسته په دې وتوانيدل چي لرغوني توکي بلوچستان ته بيرته را وړي ۔
"موږ څلويښت کاله وروسته د سندهـ ايالت په سر ښار کراچۍ کې له (نيشنل ميوزيم اف پاکستان ) څخه د بلوچستان 20675 لرغوني توکي تر لاسه کړل او د دوؤ لاريو په وسيله مو د سړک له لارې کوټې ته را ورسول "
د جهانزيب ګل په وينا دغه لرغوني توکي له پنځوؤ زرو څخه تر اوو زرو کالو زوړ تاريخ لري " دا توکي د بلوچستان له ضلع بولان له لرغوني تهزيب ځائ مهر ګړ ،د ضلع کوټې له کلي ګل محمد ،قلات او د ايالت له نورو سيمو څخه د شپيتم او ايایم په لسيزو کې موندل شوي وو.
"دا لرغوني توکي د فرانس ،جرمني ،اطالوي او امريکې لرغون پوهانو موندلي وو "
د بلوچستان د کلتور او د سيلګرۍ د محکمې سکتر ظفر بليدي په وينا د بلوچستان اوسني حکومت د سندهـ حکومت ته رسمي خط ليکلی او ورڅخه يې د خپلو د لرغونو توکو بيرته بلوچستان ته د ورکولو غوښتنه کړې وه ، او دسندهـ حکومت د دوی غوښتنه منلې.
هغه زياته کړه چې بیرته راوړل شوو لرغونو توکو کښې لوښې ، غاړګۍ ، منګي ، مجسمې ، د پخوا وخت سيکې (روپۍ) ،قيمتي ډبرې ، او نور توکي شامل دي ۔
د بليدي په وينا په ددې تاريخي توکو د خوندې کولو لپاره هغه وخت په بلوچستان کې ځای نه ؤ خو اوس يې د خوندي کولو ځای (ميوزيم )ورته جوړکړی ځکه يې دا توکي بيرته راوړي۔
د جهانزيب ګل په وينا لرغوني توکي به د بلوچستان پوهنتون کوټې په نوي جوړ شوي ميوزيم کې اېښودل کیږي او خلکو ته به د دې توکو د ليدولو اجازه ورکوي ۔