پاکستان کې سږ کال د غټو سېلابونو راتلو امکان څرګند کړی شوی

د پاکستان قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي چې سږ کال په ملک کې د پشکال د بارانونو، زیاتو واورو کېدو او چاپيريال د بدلون له امله د غټو سېلابونو راتلو خطره ده.

د ځايي ميډیا ترمخه د قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي که د ممکنه راتلونکو سېلابونو نه وړاندې د انتظام ګامونه پورته نه کړی شو نو ابادي او فصلونه به د غټ تاوان سره مخ شي.

د پاکستان د اوبو کمېشن قايمه کمېټۍ ته دا هم ويلي چې د سېلابونو د مخنيوي او انتظام دپاره د ۱۵ اربه روپو ضرورت دی.

په پاکستان کې په کال ۲۰۱۰م کې د سختو بارانونو او تندرونو غورځېدو له امله خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولوزياته اغېزمنه شوې او په صوبه کې د ۱۶۰۰ نه زيات خلک وژل شوي او په زرګونو کورنۍ اغېزمنې شوې وې.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په مهال د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي د مرکزي حکومت لخوا دوي ته په رسمي ډول تراوسه کومه لارښوونه نه ده شوې.

خو اداره هڅه کوي چې په صوبه کې د سېلابونو د راتلو نه وړاندې د خلکو د خبرولو نظام عملي کړي او د دې کار دپاره هغوي د اوبه خور د محکمې سره په ګډه کار پېل کړی دی.

د پي ډي اېم ای وياند انور شهزاد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، چې دوي د ممکنه سېلابونو دپاره تيارۍ نيولي دي.

"پي ډي اېم ای د اوبه خور د محکمې سره د راتلونکې دپاره يو پلان لري چې د سېلاب نه وړاندې مالومات ترلاسه کړي".

د اوبو کمېشن دا خبره هم په ګوته کړې ده چې د تېرو ۶۰ کالو راهسې په پاکستان کې د سېلابونو له امله ۱۹ اربه ډالره تاوان اوختی دی.

او په دې کې يواځې په کال ۲۰۱۰م کې د سېلابونو له امله مرکزي حکومت لس ا ربه تاواني شوی و.

د پوهانو په وېنا اوس هم د هېواد په شمالي برخو کې واورې وريږي او په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو لړۍ روانه ده او د دې علت په نړيواله کچه په چاپيريال کې بدلون ښودل کیږي.

د تېر کال په پرتله سږ کال په خېبرپښتونخوا کې د مارچ په مياشت کې هم موسم يخ دی او د بارانونو له امله باغونه او فصلونه اغېزمن کيږي.

په پېښور پوهنتون کې د چاپيريال د بدلون د څانګې استاز پروفېسر نفيس وايي،د چاپېريال د بدلون په لړ کې په تودوخه کې اضافه کيږي او هغه واورې ويلي کوي او که چرته د دې سره ډېر بارانونو هم کيږي نو په دريابونو کې به ورسره اوبه سېوا شي.

د پي ډي اېم ای د چارواکو په وېنا په عمومي ډول دوي په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پشکال د بارانونو او ممکنه سېلابونو دپاره د مې د مياشتې تر نيمايي پورې خپل پلان بشپړوي.

د پي ډي اېم ای ترمخه د ۱۵ جون نه تر ۱۵ جولايي پورې د پشکال لومړۍ برخه وي د جولايۍ او اګست مياشتې بيا ډېرې حساسې وي او اګست او ستمبر د پشکال وروستۍ برخه شمارل کيږي.