بلوچستان: په سنځاوۍ کې زرګونه خلکو د ترهګرۍ د وروستۍ پېښې په ضد احتجاج کړی

واشنګټن ــــ د بلوچستان په سنځاوۍ کې پر لېویز عسکرو د ترهګرۍ د وروستي برید په ضد لوی ولسي لاریون شوی، چې پر دې مهال په ښار کې په بشړه توګه کاربندیز وو او ټول دوکانونه تړل شوي وو او خلکو سخته غم و غصه څرګنده کړې.

په دې احتجاجي لاریون کې زرګونو خلکو ګډون کړی، چې په دې سیمه کې د وسلوالو پرونی برید یې غندلی دی. لاریون سهار لس بجې د بازار له سره بیا تر پایه شوی او بیا د سنځاوۍ پولیس تاڼې مخته په یوه لویه احتجاجي جلسه بدل شوی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر عبدالوهاب دومړ احتجاجي غونډې ته په وینا کې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ تور په پاکستاني پوځ پورې کړی دی:

"د ترهګرۍ په نامه مو کله په جومات، کله په هدیره، کله په سکول، کله په تاڼه او کله د پولیس پر څوکۍ وژني، نن موږ خبر یو چې زموږ د سر دوښمنان دا مېجران او کرنلان دي".

خو د پاکستان پوځ دا ډول تورونه تل په سختۍ سره رد کړي دي چې ګواکې دوی دې د ترهګرو مرسته او ملاتړ کړی وي.

دغه احتجاج د سیمې د ټول ګوندیز اتحاد، د تاجرانو د اتحادیې، پښتون ژغورنې غورځنګ او عام ولس په ملتیا شوی چې لاریونوالو یې په لاسونو کې تور بیرغونه اخیستي وو او د حکومت او پاکستاني پوځ په ضد یې شعارونه ورکول.

د عوامي نېشنل ګوند ځایي مشر سردار احسان الله احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل، که حکومت د لېویز عسکرو قاتلین ونه نیول او د قانون منګولو ته یې ونه سپارل، نو د سیمې خلک به په دوامدار احتجاج لاس پورې کړي:

"موږ مخکې هم دا درته ویل چې دغه ظالمان تاسې نه پرېږدي، غولوي مو او دا ځینې به پکې را وژني، نن یې شپږ پر دغه چوکۍ را شهیدان کړو، سبا پر بله چوکۍ لس بیا را شهیدان کوي".

د سنځاوۍ احتجاجي غونډه.

مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې په سیمه کې دې یې د ترهګرۍ د پېښو مخه ونیول شي او ورسره یې دا غوښتنه هم وکړه چې که په 48 ساعتونو کې د سیمې اسسټنټ کمشنر، ایس ایچ او تحصیلدار بدل نه شول، نو احتجاجي پرلت به پیل کړي.

د زیارت په سنځاوۍ سیمه کې د چارشنبې- شورو په ورځ وسلوالو د لېویزو پر امنیتي پوسته برید کړی وو، چې شپږ لېویز عسکر یې وژلي وو. د دې برید ذمه وار پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

په وژل شویو لېویز عسکرو کې عبدالشکور اکا، فقیرمحمد، محمد عثمان، داد محمد، مهتاب الدین او عبدالحکیم شامل وو چې پرون په خپلو سیمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په پښتني سیمو چمن، پښین، کلاسیف الله، لورالای، زیارت او سنځاوۍ کې په وروستیو څو میاشتو کې پر پولیس او لېویز عسکرو وسلوالې حملې زیاتې شوې دي چې ذمه واري یې اکثر پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د پښتنو د ملتپالو ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مشران اندېښنه څرګندوي چې له قبایلي سیمو څخه د ترهګرۍ لړۍ د یوې منظمې دسیسې له مخې د بلوچستان پښتني سیمو ته غزول کېږي، خو د بلوچستان صوبایي حکومت دعوه کوي چې په صوبه کې یې ترهګري په بشپړه توګه ختم کړې ده.

د جنورۍ په 29مه د لورالای د پولیسو د یوه افسر پر دفتر وسلوال برید شوی وو، چې نهه تنه پکې وژل شوي. پښتون ژغورنې غورځنګ د دې برید په ضد څلور ورځې احتجاج کړی وو، چې د فرورۍ پر 2مه یې د احتجاج له پای ته رسېدو سره د تحریک یو مهم غړی ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد په نتیجه کې و وژل شو.