د قبايلي ضلعو عدالتونو ته په لسو ورځو کې ۴۱۲ مقدمې راوړل شوي

د پېښور هايکورټ رجسټرار وايي، د قبايلي ضلعو عدالتونو ته په لسو ورځو کې ۴۱۲ مقدمې راوړل شوي او په هغو کې زیاتره مقدمې حل کړی شوي دي.

خبري غونډې ته په وېنا کې وجيهـ الدين وويل دوي ته په لمړیو کې د قبايلي ضلعو د عدالتونو دپاره د پخوانیو مقدمو ريکارډ رايوځای کول او د پخوانيو پولیټيکل انتظاميو څخه د ځنډېدلو مقدمو پوره ريکارډ راخستل غټه ستونزه وه.

خو هغه وویل هايکورټ او د قبايلي ضلعو عدالتونو دغه کار تر ډېره حده سر ته رسولی دی.

نوموړي د اووه قبايلي ضلعو دپاره جوړو عدالتونو په اړوند وويل، "اوس چې د عدالتونو لسمه ورځ ده په دې لسو ورځو کې هلته ۴۱۲ مقدمې راغلي دي په اووه ضلعو کې او په دې کې زياتره هوارې کړی شوي دي".

هغه زیاته کړه د قبايلي ضلعو د ځنډېدلو مقدمو شمېره ۳۷۰۴ ده چې پکې یوه مقدمه د کال ۱۹۷۲ راهسې پرته ده.

د رجسټرار په وېنا هايکورټ د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ته ويلي چې په قبايلي ضلعو کې د عدالتونو جوړولو او د ضلعي او تحصيل جوډيشل کمپلېکس کار دې زر تر زره سرته ورسول شي.

د پېښور هايکورټ ترمخه د قبايلي ضلعو چې دا وخت يې عدالتونه په جوختو پرتو ضلعو کې جوړ کړی شوي دا به د پينځه مياشتو پورې وي.

خو د خېبرپښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان په وېنا د قبايلي ضلعو د اوسنيو عدالتونو جوړول د عدالت فېصله وه او حکومت هڅه کوي چې په پينځه يا شپږو مياشتو کې په قبايلي ضلعو کې عدالتونه جوړ کړي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې په ورګډو کړی شوو قبايلي ضلعو کې عدالتونو په ۱۱م مارچ په رسمي ډول کار پېل کړی ؤ.

د عدالتونو جوړولو په اړوند ويل شوي ؤ چې په اووه قبايلي ضلعو کې اووه سيشن ججان، اووه سينئر سېول ججان او ۱۴ اډيشنل سيشن او ضلعي ججان په ځای کړی شوي دي.