د پاکستان د ټېکسونو راټولولو اداره د تاوان سره مخ ده

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت د نړیوالې مالياتې ادارې سره د پور (قرض) اخيستو خبرې روانې دي، د پاکستان د ټېکسونو راټولولو اداره (اېف بي ار) روان کال د تاريخ تر ټولو زيات تاوان سره مخ ده.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي په سمدستي ډول د ټېکسونو نظام اصلاحاتو ته اړتيا لري. اقتصاد پوهه مهتاب حېدر وايي چې د اقتصاد رفتار په قلاره روان دی او هم دغه علت دی چې د ټېکسونو هدف نه پوره کيږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې حېدر وويل د خلکو په حکومت باور نشته چې د دوي پېسې په په سم ځای کې وکارول شي که نا. خلک خېراتي ادارو ته پېسې ورکوي خو د ټېکسونو غلا کيږي.

هغه وايي په ۲۱ کروړه ابادۍ کې يواځې ۱۸ لاکه کسان د ټېکس خپلې ګوشوارې جمع کوي کومې چې د ملک د مجموعي ابادۍ يو فيصد برخه جوړيږي.

د نوموړي په خبره نېغ په نېغه ټېکسونه کم دي او بلاواسطه يا د بلې لارې ټېکسونه سېوا دي. هغه زياتوي چې په ياده اداره کې د واک ناجايزه استعمال کيږي او د مودې راهسې د ملک دننه د اصلاحاتو خبره کيږي خو عمل پرې نه کيږي.

هغه وايي تر کومه چې مونږ د يو تن د رانيولو په ځای په پوره نظام کې بدلون وي راوستی د ټېکسونو راټولولو هدف پوره کول ګران دي.

ورځپاڼه ډان په خپله اداريه کې وايي چې اېف بي ار څلور نيم سوه اربه روپو د تاوان سره مخ کېدی شي، دا هدف تېر حکومت نه دی اېښودی بلکې د پاکستان تحریک انصاف موجوده حکومت ټاکلی دی چې څلور اعشاريه څلور کهربه روپۍ به راټولوي.

د اداريې ترمخه دا موجوده حکومت هم مخوريزه خلکو ته نوټسې لېږي چې خپلې ګورشوارې جمع کړي دا کومه غلطه خبره نه ده خو د دې لارې چري هم پېسې نه راټولیږي.

ورځپاڼه وايي که څه هم حکومت د نړيوالې ادارې (ايي اېم اېف) سره په پروګرام کې داخليږي خو د ټېکسونو راټولولو ورسره هيڅ پلان نشته.

په اداريه کې ويل شوي د ټېکسونو دپاره د بخښې سکيم يا سرکاري ادارې خرڅول هیڅ معنی نه لري چې ترېنه پېسې راټولې کړی شي.

مهتاب حېدر وايي اېف بي ار او صوبايي د ټېکسونو محکمې داسې ادارې دي چې پکې د ټولو نه زیاتې بډې رشوتې اخيستل کيږي.

تېره اوونۍ نړيواله مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ويلي ؤ په پاکستان کې د ټېکسونو ټولولو عمل چټک شوی خو ورسره د بډو رشوتونو اخيستو لړۍ هم زياته شوې ده.

ايي اېم اېف د ۱۸۰ هېوادونو په خپل جايزه رپوټ کې ويلي چې په کومو هېوادونو کې کم ټېکسونه ورکړی شوي دي هلته زياتې پېسې د بډو رشوتونو په مد کې تلي دي.