روس او طالبانو د افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو د وتلو غوښتنه کړې

طالبانو او روسي چارواکو په ګډه غوښتنه کړې چې امریکې په مشرۍ بهرني ځواکونه دې د افغانستان څخه ووځي. د طالبانو مشر ملا برادر ویلي په افغانستان کې بهرني پوځونه د سولې په لار کې غټ خنډ دی.

د طالبانو سياسي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې د ماسکو په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي د روسي چارواکو او د افغانستان د حکومتي استازو او سیاستوالو سره د خبرو په مهال يې دغه څرګندونه کړې ده.

روس دغه دوه ورځنۍ ناسته د افغانستان سره د سفارتي اړيکو په ۱۰۰ کالو پوره کېدو راجوړه کړې ده.

ملا برادر ویلي طالبان د سولې د خبرو دپاره ژمن دي خو د سولې په لار کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي او د هغې مطلب په افغانستان قبضه ده چې هغه ختمه شي.

د غونډې په سر کې د روس د بهرنيو چارو وزير سرګئ لاروف ګډون والو د هرکلي په خبرو کې هم په دې ټينګار کړی چې د افغانستان څخه دې بهرني پوځونه ووځي.

هغه ويلي د افغانستان مسلې حل پوځي نه دی دا دې په سفارتي او سياسي لاره هواره کړی شي.

پخوانی افغان صدر حامد کرزی او د سولې د عالي شورا مشر کريم خليلي هم په دغو دوه ورځنيو خبرو کې ګډون کوي.

د وي او ای د خبرو ترمخه نن د شورو، چارشنبې په ورځ د طالبانو او افغان پلاوي خبرې هم ټاکل شوي چې په هېواد کې د سولې دپاره لارې ولټوي.

په ماسکو کې دا دوېم ځل دی چې طالب مشران د افغان سیاستوالو سره ليده کاته کوي.

طالبانو په خپل بيان کې ویلي د افغان سياستوالو سره په بېن الافغاني خبرو کې به کوم حکومتي استازی ګډون نه کوي او نه دوي د حکومت سره خبرې کوي.

په ماسکو کې دغه ليدنه په داسې حال کې کيږي چې امریکې د طالبانو سره د سولې هڅې تندې کړي دي او د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په وروستيو کې په قطر کې د طالبانو سره خبرې اترې هم کړي دي.

امریکا او طالبان وايي په دغو خبرو کې يو څه پرمختګ شوی دی خو طالبان د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کوي او د اپرېل په میاشت کې د طالبانو او افغان پلاوي ټاکل شوې خبرې هم ځنډېدلې وې.