په بجټ کې د قبايلي ضلعو دپاره څومره روپۍ ځانګړې شوي او څنګه به مصرفولی شي؟

قبائيلي جرګه

د پاکستان مرکزي حکومت اعلان کړی چې د کال ۲۰۱۹م ۲۰م په بجټ يا بوديجه کې به د نوو قبايلي ضلعو لپاره ۱۵۲ اربه روپۍ مختص شوي چې پکې به ۴۸ اربه روپۍ د لس کليز پلان له لارې مصرفيږي.

خو د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا وايي دغه ۴۸ اربه روپۍ،د پخوانۍ قبايلي سيمې د پرمختيا د ۲۴ اربه روپۍ او دخېبرپښتونخوا حکومت د منل شوو ۱۱ اربه روپو پشمول به د نوو قبايلي ضلعو د راروان کال پوره بوديجه ۸۳ اربه روپۍ وي.

"خېبرپښتونخوا به خپل ۱۱اربه روپۍ ورکوي خو له بده مرغه نورو صوبو د قبايلي سيمو لپاره پېسې ورنکړې. د لمړي کال لپاره ۶۰ اربه روپۍ هم ډېرې دي خو بيا هم زمونږ سره ۲۳ اربه روپۍ زياتې دي."

د صوبايي وزير په وينا يواځې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومتونو د قامي وسيلو په وېش کې د قبايلي سيمو لپاره پېسې منلي، که تنقيد کيږي بايد په دغه صوبو وشي څوک چې د قبايلي سيمو برخه نه مني.

بل اړخ ته د پاکستان د پارليمان غړي ساجدطوري وي او ای ډيوه ته ويلي چې حکومت کليزه بوديجه په قبايلي سيمو کې په مصرف کولو کې ناکامه شوی دی.

"کومې ۴۸ اربه روپۍ چې قبايلي سيمو ته ورکوي دا په اېن اېف سي اېوارډ کې زمونږ برخه ده.دوي د نورو صوبو نه ګيلې کوي خو د پيپلزګوند د چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره زما خبرې شوي دي، هغوي د قبايلي سيمو برخه منلې ده."

د بوديجې په اړه په پېښور پوهنتون د معاشياتو په څانګه کې د سټېټ بېنک په ځانګړې کرسۍ ناست پروفېسر وسيم شاهد ملک بيا وايي چې د پرمختيا د چارو تاريخ دا دی چې امدن کم شي نو پېسې د پرمختيا له بوديجې شوکولې شي، خو نوموړی دا ويره څرګندوي چې حکومت د دغه ۴۸ اربه روپو په اړه کومه ژمنه نه ده کړې چې ارومرو او پوره به يې ورکوي.

د ده په وينا چې "ايا داسې کوم قانون موجود دی يا حکومت ژمنه کړې چې که امدن کم شي، صوبو ته برخه نه ورکول کيږي نو دوي به بيا هم نوو شامل شوو ضلعو ته خپلې پېسې پوره ورکوي، د بوديجې په اسنادو کې داسې کومه خبره نشته نو ځکه زه وايم چې دغه ۴۸ اربه روپۍ هم د غېريقيني صورتحال سره مخ دي."

هم دا راز په قبايلي چارو نظرلرونکی څېړنکار شمس مومند وايي چې په نوو ضلعو کې سرکاري ادارې د دومره لويو پېسو د مصرفولو توان او صلاحيت نه لري، ځکه چې تېر کال هم دغلته يواځې ۵۰فيصده پېسې لګولې شوې دي.

د قبايلي ضلعو لپاره مختص دا ۸۳اربه روپۍ به د خېبرپښتونخوا په کليزه بوديجه کې څرګنديږي چې چرته او په کوم مد کې به مصرف کولې شي.