د خېبرپښتونخوا د تمباکو زمیندارانو لګول شوي مرکزي ټېکسونه رد کړي

د خېبرپښتونخوا زميندارانو د ملک په قامي بوديجه يا بجټ کې د تمباکو په فصل لګول شوې ماليې يا ټېکسونه رد کړي دي.

د خېبرپښتونخوا زميندارانو د مرکزي حکومت د تمباکو په شخصي کمپنيانو د يو کيلوګرام په سر لګول شوی ۳۰۰ روپۍ ټېکس د بيرته اخيستو غوښتنه کړې او وايي د تمباکو فصل دې صوبايي حکومت ته وسپارل شي.

مرکزي حکومت د تېر کال راهسې په تمباکو لګول شوی ټېکس په ځای ساتلی او د خېبرپښتونخوا حکومت په خپل کليز بجټ کې په تمباکو د درېو روپو نه تر شپږو روپو پورې صوبايي ټېکس هم لګولی دی.له دې وړاندې ياد ټېکس څلور نيمې روپۍ وو.

په خېبرپښتونخوا کې د زمیندارانو د اتحاديې (کسان کونسل) عمومي سېکتر لياقت خان يوسفزی وايي د تمباکو فصل ته دې د فصل درجه ورکړی شي او مرکزي حکومت دې دا ټېکسونه د سيګرټو د کمپنيانو نه واخلي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل چې د خېبرپښتونخوا په مېداني علاقو کې د لاکونو په شمېره کې خلک د تمباکو د کر کروندې او روزګار سره تړلي دي او د دې فصل د کمي سره به دا خلک د بې روزګارۍ سره مخ شي.

یوسفزي وويل چې د مرکزي حکومت د کمېټۍ غړو د دوي سره د دغو ټېکسونو د ختمولو ژمنه کړې وه خو په دې بجټ کې يې هم دغه ټېکسونه ولګول.

مرکزي حکومت په تمباکود ټېکسونو د جاج اخیستو دپاره د سېنېټ (برني اېوان) پينځه کسيزه کميټي جوړه کړې وه او دوي د دغو ټېکسونو د جاج اخیستو دپاره د صوابۍ ضلعې د زمیندارانو سره ليده کاته هم کړي وو.

خو د کال ۲۰۱۹، ۲۰م په نوې بودیجه کې مرکزي حکومت دا ټېکسونه په ځای ساتلي دي.

د سېنېټ د يادې کمېټۍ د صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکي د جماعت اسلامي ګوند سېنېټر مشتاق احمد خان وايي دوي هڅه کوي چې د زميندارو ستونزې به په برني اېوان کې راپورته کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه ومنله چې په تمباکو لګول شوي ټېکسونه د زميندارانو معاشي قتل دی او که چرته مرکزي حکومت د هغوي خبره ونه منله نو زمينداران به په احتجاج کولو مجبوره شي.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د نغدو پېسو فصل تمباکو زياتره د صوابۍ، بونېر، مردان، چارسدې او مانسهره ضلعو کې کيږي.

د کسان کونسل د شمېرو ترمخه روان کال په سيمه کې د تمباکو فصل د ۷۰ زره اېکړو پورې ځمکه باندې کرلی شوی دی او د نړیوالو شرکتونو (ملټي نېشنل کمپنيانو) لخوا يواځې ۱۴ زره زمیندارانو ته د تمباکو د فصل کرلو اجازه ورکړی شوې ده.

په صوبه کې د وړاندې نه د تمباکو فصل د ۱۰۰ نه ۶۰ ملينه کيلوګرامو ته راکوز شوی دی.

پوهان وايي چې د تمباکو د فصل اغېزمن کېدو سره به په صوبه کې د یاد فصل سره تړلي ۹۸ فيصده خلک متاثره شي.

کسان کونسل ادعا کوي، روان کال د خېبرپښتونخوا د تمباکو د فصل نه مرکزي حکومت ته د مرکزي ايکسايز ډيوټۍ په مد کې ۹۰ اربه روپۍ او صوبايي حکومت ته ۷۰ کروړه روپۍ د صوبايي ماليې په مد کې ترلاسه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په کليزه بوديجه کې په زرعي ځمکو نوي ټېکسونه هم لګول شوي چې پکې د يو اېکړ نه په زياته ځمکه ۲۲۵ روپۍ، د دولسنيم اېکړه نه په زياته ځمکه ۳۴۰ روپۍ او په باغونو نهه سوه روپۍ د يو اېکړ په سر ټېکس لګول شوی دی.