د انګلستان د کرکټ په لارډز مېدان کې د روان ورلډ کپ لپاره د جنوبی افریقې نه د پاکستان د کرکټ مېچ ګټلو مینه وال ډیر خوشحاله کړي خو د لوبې تماشې ته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د پوځ ویاند اصف غفور په ورتګ باندې په سوشل میډیا دا پوښتنه کیږي، چې ټکټ د چا په پیسو اخیستل شوی وو؟
د پاکستان د پوځ او پوځي مشرانو په اړه په سوشل میډیا اکثره ښه او بد لیکل یا ویل کیږي. خو اکثر هغه خبره زر مشهوریږي کله چې پوځ دغه ډول لیکلو او ویلو ته غبرګون وښايي.
هم دغه چل د عوامي نیشنل ګوند پخوانۍ غړې او په سوشل میډیا فعاله بشری ګوهر ټویټ سره هم شوی دې. نوموړې په یو ټویټ کې پوښتلي
چې د لارډز په میدان کې د پاکستان او جنوبي افریقې تر منځ میچ ته کتلو لپاره د پاکستان د پوځ مشر او نورو جنریلانو ناسته په شخصي توګه وه او که نه دا پاکستان د خلکو په پیسو (ټیکسونو)؟
Priorities!!! Are the Pak #COAS / Generals on a private visit to UK to watch #PakvSA match? Who has authorised & paid for their visit? Hope it isn’t charged to the poor taxpayers. https://t.co/D3z6t1mSN4
— Bushra Gohar (@BushraGohar) June 23, 2019
"ترجیحات!!! چې د لارډز په میدان کې د پاکستان او جنوبي افریقې تر منځ میچ ته کتلو لپاره د پاکستان د پوځ مشر او نورو جنریلانو په شخصي توګه ورغلي وو، د دغه سفر منظوري او پیسې چار ورکړي دي؟"بشری ګوهر مخکې لیکي "امېد دی چې دغه به د غریب عوامو د ټیکس نه نوي ورکړلې شوي".
د پاکستان پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور په د بشری ګوهر د ټويټ په ځواب کې هغې ته لیکلي چې کله ټویټ کوی نو مهرباني اوکړه د ایینې مخې ته مه ودریږه او مه غلطې چشمې په سترګو کوه. او د میچ نه خوند واخله.
My very humble request to @BushraGohar is to please avoid tweeting while being in front of mirror or using wrong glasses. Enjoy the good performance & match victory of Pakistan, belongs to all of us. Try make it for next match & support the team. Can be my personal guest. pic.twitter.com/5RjinxSonY
— Asif Ghafoor (@peaceforchange) June 23, 2019
"بشری ګوهر ته زما خواست دې چې د ټویټ کولو په وخت ایینې مخې ته مه ودریږه او مه غلطې چشمې په سترګو کوه. او د میچ نه خوند واخله او کوم لوبه چې پاکستان اوګټله او زمونږ د ټولو ګټه ده. جنرل غفور اولیکل راتلونکي میچ لپاره کوشش اوکړه او د پاکستاني ټیم ملاتړ اوکړه. ته به زما میلمنه یې".
بشری ګوهر او پوځي ویاند ترمنځ په ټويټر باندې بحث ته د پاکستان په سیاست نزدې نظر لرونکو او په سوشل میډیا نورو فعالیونو هم وردانګلي.
یوشمیر فعالینو د پوځ د ویاند په ځواب تنقید کړی او لیکي سوال څه شوی دې او ځواب څنګه ورکولې کیږي؟
ډاکټر محمد زبیر په ټويټر لیکلي
آیا د یو وګړي جائز پوښتنې ته د پاکستان د پوځ د ځواب مناسب وو؟
محمد زبیر وايي که وکتلې شي نو دا یروول دي، هغه وايي ډیر افسوس دی، نوموړي بشری ګوهر ته ډاډ ورکړی او وايي هم دغه شان اواز پورته کوه.
Should this be the response of PakArmy to a valid question raised by a citizen! Given the power relation that exists between the two, this is harassment! So pathetic! @BushraGohar keep on raising your voice. These duffers, as @asmajehangir used to call them, have gone to dogs. https://t.co/BVU3KXmjsc
— Muhammad Zubair (@ZubairMasid) June 23, 2019
خبریاله ماریانه بابر پخپل غبرګون کې د پوځ ویاند ته لیکلي
"مونږ ته یو داسې پوځي مشر اوښايئ چې د خلکو په ټیکسونو باندې کرکټ میچ له تللې وي. هغې زیاته کړله، آئنده لپاره خپله تنخوا چې د ټیکسونو نه تاسو ته میلاویږ د میچ کتلو لپاره خرچه کوئ".
Show us one army chief who uses tax payers money to attend cricket matches. Next time use your salary paid by tax payer to come to Lords. https://t.co/t3NsyvVOcV
— Mariana Baabar Pashteen (@MarianaBaabar) June 23, 2019
په سوشل میډیا باندې په سلګونو نورو خلکو په لارډز کې د پوځ د مشر او ویاند حاضري ستایلي او د بشری ګوهر په پوښتنه یې رد بد ویلي دي.
یو تن لیکلي چې ځینې خلک غیر ضروري پوښتنې کوي.
The Chief & DG ISPR Sir few elements are asking irrelevant questions.Thanks for the coming.🙏Love & respect for you.#CWC19#PAKvSA pic.twitter.com/UOqYuV5EOB
— Muhammad🇵🇰 (@madni31) June 23, 2019
د پوځي جنریلانو په حق کې لیکل شوي ټویټس اکثره د عامو خلکو دي او نزدې هر یو د هغوي دکرکټ د تماشې ستاینه کړې او په هغوي باندې شوی نیوکې یې غندلي.