خېبرپښتونخوا د مرکزي حکومت نه د خپلې بجلۍ ۱۲۸ اربه روپۍ غوښتي دي

د خېبرپښتونخوا حکومت د مرکزي حکومت نه د بجلۍ د ګټې په مد کې خپلې ۱۲۸ اربه روپۍ غوښتي چې زر تر زره دې ورته ورکړی شي.

د توانايۍ د صوبايي حکومت صلاح کار حمايت الله په دغه اړوند وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي، دا ۱۲۸ اربه روپۍ دي او دا د تربېلې او نورو بجلۍ پېدا کوونکو پروژو پېسې دي.

هغه وويل د کال ۲۰۱۸ د اپرېل په مياشت کې يوه کميټي جوړه شوې ده د دې دپاره او اوس خبره اخرې ته راغلې ده او دوي ترې هم نه په شا کیږي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا په وروستيو کې ویلي مرکزي حکومت دې د جوړې کړی شوې فارمولې لاندې د بجلۍ د ګټې د خالص رقم صوبې ته د ورکولو او د لوظنامې د عملي کولو نه، نه ويريږي.

هغه ويلي دا روپۍ د تېرو ۳۰ کالو راهسې پاتې دي او دوي ګڼي چې په اسلام اباد کې د دې مسلې د هوارولو دپاره نورې انتظامي شخړې جوړول کیږي.

هغه ويلي ؤ دا د ۳۳ کالو پرته مسله ده او دوي مرکزي حکومت ته ويلي چې دا مسله دې نوره هواره کړي.

هغه زياته کړې د ۳۰ کالو پخوانۍ زمانې يوه روپۍ اوس هم په يوه روپۍ مېلاویږي او په دې کې ډېر تاوان دی.

روان کال هم د بجلۍ د ګټې په مد کې مرکزي حکومت د صوبې نه ۳۴ اعشاريه اووه اربه روپۍ ايسارې کړې وې او د خزانې وزير ويلي ؤ د دغسې کېدو له امله د صوبې په پرمختیايي چارو کې کمی مخې ته راغلی ؤ.

صوبايي حکومت د مرکزي حکومت نه دا هم غوښتي دي چې د بجلۍ د انتظام مرکزي دفتر يا واپډا هاؤس دې د لاهور په ځای اسلام اباد ته منتقل کړی شي.