د پاکستان دوه تښتول شوي افسران، د اېف بي ار مرستیال کمشنر او د لده تحصيلدار خوشي کړل شوي

د پاکستان دوه تښتول افسران د (فېډرل بورډ اف ريونيو) د اسلام اباد د مالي مرستیال مشر رياض مياني او د هغه سره دوه نور تښتول شوي کسان خوشي کړل شوي دي. د دې ترڅنګ د جنوبي وزيرستان د لدې سيمې تحصيلدار ګل دراز هم خوشی شوی دی.

رياض مياني د خېبرپښتونخوا د ټانک ضلعې نه نامالومو کسانو سره د کورنۍ د دوه نور غړو تښتولی ؤ.

نوموړی چې د اسلام اباد د ماليې د وفاقي بورډ مرستیال مشر دی د مارچ په میاشت کې خپلې پلارنۍ علاقې ټانک ته د خپلې مور جنازې له تللی او د هلته نه د شپې په مهال تښتول شوی ؤ، د هغه سره يې دوه خپلوان هم تښتولي وو.

د جنوبي وزيرستان د لدې تحصيلدار ګل دراز د فرورۍ په میاشت کې د کوټکي سيمې نه د شپې په مهال تښتول شوی ؤ.

د يادو کسانو په وروستيو کې دوه ويډیوز مخې ته راغلې وې چې پکې د دوي سره په پټ مخ وسله په لاس کسان په ويډيو کې ليدل کېده او دوي په خپله د پاکستان د حکومت نه غوښتي ؤ چې د دوي ژوند په خطره کې دی او د دوي د خوشي کولو دپاره دې اقدامات وکړي.

په دغه ويډيو کې دوي د اغواکارو يا تښتوونکو يادګېرنه کړې وه د کوم تن يا تنظيم نوم يې نه ؤ څرګند کړی.

د جنوبي وزيرستان مرستیال کمشنر نعمان افضل افريدي نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ پخلی کړی چې دغه تښتول شوي څلور واړه کسان بيرته راغلي دي.

هغه رسنیو ته ويلي د دغو کسانو د خوشي کولو په موخه يې د تښتوؤنکو سره د خبرو دپاره يوه جرګه جوړه کړې او د مرکزي او صوبايي حکومت سره په رابطه کې ؤ او د يادې جرګې په هڅو دا کسان خوشي کړی شوي دي.

سرچينې وايي د دغو کسانو په سر تاوان ورکړی شوی خو مرستيال کمشنر په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

راخوشي شوي مرستيال کمشنر رياض مياني وي او ای ډيوه ته په ليږلي ویډيوي پېغام کې ويلي چې دوي په خيريت سره خپل ملک ته راغلي دي او نوموړي په خپلو خبرو کې د مرکزي او صوبايي حکومتونو سره د ټانک او جنوبي وزيرستان د انتظاميې مننه کړې چې د دوي د خوشي کولو دپاره یې هڅې کړي دي.