پېښور:په وړومبي ځل محکمې دیو نرښځي علیشاه وژونکي ته دمرګ سزا اورولې ده

دپېښور ضلعي محکمې کال ۲۰۱۶م کې د وژل شوي نرښځي علیشاه د وژنې په جرم دهغه وژونکي فضل ګوجر ته دمرګ سزا اورولې ده اؤ په دغه دوسیه کې ککړ یو بل تن رحمت الله یې دثبوتونو په نشتوالي بري کړی دی.

دپېښور دنرښځیانو اتحادیې د محکمې په دې پرېکړه داطمینان څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې که محکمې شان د نرښځيانو ځورونکو ته سختې سزاګاني ورکړي نو دې سره د نرښځیانو ژوند تر ډیره حده خوندي شي.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ګڼ شمیر نرښځیان د خلکو لخوا وژل شوي، وهل شوي اؤ یاهم د زور زیاتي سره مخ شوي دي خو نرښځیان تور لګوي چې ریاست هغوئ ته هیڅ قسمه تحفظ نه ورکوي.

تیره ورځ دپېښور دضلعي محکمې مرستیالې ججې سعدیه عندلیب د علیشاه د وژنې دوسیه اوریدلې اؤ په دغه مهال یې دهغې په وژنه کې ککړ فضل دایان چې په فضل ګوجر مشهور دی،ته دمرګ سزا اورولې ده.

دپېښور په اوسیدونکي فضل ګوجر اؤ دهغه په یو بل ملګري تور ؤ چې په ۲۹مئ کال۲۰۱۶م کې یې په نرښځي علیشاه ناتاره ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ.

د ډزو نه وروسته چې کله په هغه مهال علیشاه په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی ؤ نو هغه پولیسو ته پخپله خوله بیان ورکړی ؤ چې فضل ګوجر ترې پیسې غوښتې اؤ په نه ورکولو یې هغه اته ډزه ویشتلی دی.

روغتون کې د څو ورځو ځوریدلو وروسته علیشاه ساه ورکړې وه اؤ دپېښور نورو نرښځیانو تور لګولی ؤ چې دلیډي ریډنګ روغتون ډاکټرانو دهغه په علاج کې دغفلت نه کار اخستی ؤ.

دعلیشاه په مرګ نرښځیانو هغه مهال احتجاجي مظاهرې هم کولې اؤ دمحکمې نه یې غوښتنه کوله چې باید دهغه وژونکي ته دې دمرګ سزا ورکړل شي.

تیره ورځ محکمې په دغه دوسیه کې خپله د۳۶ پاڼو پرېکړه اورولې چې پکې یې مجرم فضل ګوجر دقتل په سزا محکوم کړی اؤ دهغه بل ملګری رحمت الله یې دثبوتونو په نه لرلو خوشی کړی دی.

دپېښور دنرښځيانو د اتحادیې مشر فرزانې د عدالت په دې پرېکړه د خوشحالۍ څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې دعلیشاه د وینو سره انصاف وشو.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې فرزانې وویل اوس په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان دومره په بې دردۍ اؤ وړه،وړه خبره وژل کیږي اؤ ځورول کیږي چې ټول نرښځیان یې دتحفظ دنشتوالي داحساس سره مخ کړي اؤ له ویرې ډک ژوند تیروي.

هغه وویل د محکمې دې پرېکړې سره به په راتلونکي کې نرښځیانو ته دتحفظ یو څه احساس وشي اؤ‌ دهغوئ ځورونکي به هم اوس په یو خواجه سراء دلاس پورته کولو نه مخکې سوچ کوي چې دفضل ګوجر دانجام سره مخ کیدلی شي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې دنرښځیانو دحقونو دپاره په مبارزه دبوختو تنظیمونو شمیرې ښایي چې د کال ۲۰۱۵م راهسې تر دې دمه شاوخوا ۶۵ نرښځیان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل کړل شوي یا هم ځورول شوي خو تراوسه په دغو پېښو کې ککړو کسانو ته دمحکمو لخوا کومې سختې سزاګانې نه دي ورکړل شوي.

دا لمړی ځل دی چې په پېښور کې دیو نرښځي په وژنه کوم تن ته محکمې دمرګ سزا اورولې د